لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي عربستان کې د داعش ګواښ مخ پر زیاتیدو دی


سعودي عربستان دا مهال د داعش له زیاتیدونکي ګواښ سره جګړه کوي. دغه ګواښونه د کورنیو ترهګرو او د هغو محافظه کارو مذهبي ډلو لخوا رامنځته شوي چې غواړي ددغه هېواد د شاهي نظام ستنې کمزوې کړي.

د سعودي امنیتي ځواکونه وايي: په روانه اونۍ کې يې ۱۷ داسې کسان نیولي دي چې له داعش سره يې اړیکې درلودې.

د سعودي حکومتي رسنیو د چارواکو له خولې ویلي دي چې نیول شویو کسانو د راپورونو له مخې د سعودي په امنیتي او اقتصادي بنسټونو باندې د څلورو بریدونو پلان درلود.

په سعودي عربستان کې له داعش سره د تړاو په تور په سلګونو کسان وروسته له هاغې نیول شويدي کله چې دغې ترهګرې ډلې د سعودي د حکومت پر وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جګړه اعلان کړه.

سعودي چارواکي وايي چې له داعش سره تړلو ډلو په دغه هېواد کې د امنیتي ځواکونو او د شیه ګانو د مسجدونو په وړاندې یوشمیر خونړي بریدونه ترسره کړیدي.

د متحده ایالاتو د استخباراتو ریس جان بریمن پدې وروستیو کې ویلي وه چې داعش نه یواځې متحده ایالاتو او اروپا ته جدي ګواښ متوجه کوي بلکه حتي د سعودي عربستان دننه هم ستونزې جوړوي.

داعش همدارنګه د وهابیزم په وړاندې هم تونده تګلاره لري.

له بلې خوا د سعودي عربستان په ملګري هېواد ترکیه کې بیا له داعش څخه دعیسویانو او یهودو ویره مخ پر زیاتیدو ده.

په ترکیه کې د لږکیو یا اقلیتونو استازو امریکا غږ ته ویلي دې چې په دغه هېواد کې د ناکامې پوځي کودتا راهیسي چې دامهال پکې بیړنی حالت اعلان شویدی او یوشمیر ترهګریز بریدونه هم ترسره شول دوی اوس ډیر سخت ویریږي.

یوشمیر حکومت پلوو رسنیو او حکومتي چارواکو بیا د جولای د میاشتې په کودتا کې عیسویان او یهود هم په لاس درلودلو تورنوي او له همدې امله ددوي په وړاندې توند چلند کوي.

خو د عیسویانو او یهودو یوشمیر وګړو بیا د حکومت په پلوي لاریونو کې سړکونو ته هم راوتلي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG