لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه کې د داعش په ضد حکومت د امن ذمه اولس ته سپارلې


پاکستاني چارواکو په قبايلي سيمه کرمه کې د داعش د ګواښونو وروسته ځايي خلکو ته ويلي د امنيت ټينګولو د پاره دې په خپله ګامونه واخلي.

د کرمې قبايلي سيمې مرکزي ښار پاړه چنار کې زياتره شيعه مسلمانان ژوند کوي د داعش له ګواښونو وړاندې ځايي شيعه مسلمانان وايي طالبانو هم ددوي د سيمې نيولو د پاره څو وارې هڅې کړي دي.

د کرمې پوليټکل اېجنټ اکرام الله وي-او-ای ډيوه ته ويلي د داعش او نورو وسله والو ډلو لخوا د دهړکو پس اولس ته په لاؤډ سپيکرو اعلانونه کړي چې خپله دفاع اوکړي او د مشکوکو خلکو په تګ راتګ نظر اوساتي.

د پاکستان قباېلي سيمې کرمې په مرکزي ښار پاړه چنار کې ځايي اولس د داعش وسله والو لخوا د ترهګرۍ د ګواښونووروسته پخپله د ځان ساتلوکار ته ملا تړلې او په لارو کوڅو کې يي ځاې په ځاې خندقونه او مورچې جوړې کړي او ځنې خلکو پکې د کوټو په سرونو برجونه او بتکي هم خيژولي.

پاړه چنار کې ورستۍ ترهګر حمله د شيعه مسلمانانو په امام بارګاه د مارچ په 31 مه نېټه شوې وه د طالبانو جماعت الاحرار ډلې د دغې حملې پړه منلې وه په دغه حمله کې 22 کسان وژل شوي ووچې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

چارواکي وايي دوي ته داسې استخباراتي معلومات ترلاسه شوي دي چې کرمې ته خود کش برېد کونکي او نور وسله وال ورننوتي نو ځکه دوي په اولس هم د امنيت ذمه واري وراچولې او په دې خاطر په کرمه کې ټول شخصي او سرکاري سکولونه هم تړل شوي دي.

پاړه چنار د کرمې ايجنسۍ مرکزي ښار دی چې ورته په تلونکو لارو ځاې په ځاې امنيتي چوکۍ يا پوستې هم دي چې پاړه چنار ته د تلونکو خلکو تالاشي او څارنه کوي خو بيا هم څيړونکي په پاړه چنار ښار کې دترهګرۍپېښې د امنيتي ادارو ناکامي بلي.

پاړه چنار او دکرمې خواؤ شاه نور سيمو کې د شيعه مسلمانانو اکثريت دی د داعش او طالبانو ترڅنګ په پاکستان کې اکثره تندلارې ډلېد سني مسلک غړي دي څوک چې د شيعه فکر سخت مخالفت کوي په دغو ډلو تور دی چې د شيعه مسلمانانو په ضد بريدونه کوي او ددوي د عبادت ځايونه او مذهبي دستورېهم په هدف کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG