لاس رسیدونکی لینک

رپورټ: مستونګ کې د داعش مهم مشران وژل شوي


د پاکستان حکومت په ملک کې په منظم ډول د داعش شتون ردوي، خو له دې وړاندې د ملک په بیلا بيلو برخو کې د داعش د وسله والو د وژنې او په کراچۍ کې يې د ډلې د ښځو د نیټ ورک نيولو ادعا کړې ده

د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د داعش مهم کمانډران وژل شوي دي.

د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په دې اړه یو رپورټ کې ویلي د مشکوک وسله والو خلاف عمليات د جمعې په ورځ پیل کړی شول چې د خالي د شپې پورې جاري وو.

په عملياتو کې د اته ؤ نه نهو پورې کمانډرانو د وژل کیدو او نورو د نيولو وېل شوي دي، خو د وژل شوؤ کمانډرانو نومونه نه دي څرګند کړی شوي.

رپورټ وايي مستونگ کې عملیات د مۍ د میاشت په ٢۴ مه نیټه د کوټې څخه د دوه چينايي وګړو د تښتوؤنې په ترڅ کې شوي وو. ویل کیږي په عملیاتو کې تښتول شوی ګاډی ترلاسه شوی دی.

چارواکو ويلي مستونګ کې دغه عمليات په لرې پرته علاقه کې ترسره شوي او پوځي سرتيري ورته په خپلو پښتو تلي دي.

ورځپاڼې ليکلي د شپې ناوخته ورته امنیتي سرچینې ویلي، عمليات دوام لري ، تښتول شوي چينیايان د داعش په يو سورنګ کې موجود دي او کمانډوز ورپسې دي.

مستونګ کې ددې مياشت په وړومبیو کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام (ف) ډلې يو مشر او د سینیټ نایب چيئرمین عبدالغفور حیدري د موټرو په قافله باندې ځانمرګی برید شوی و چې پکې ٢٨ تنه ووژل شواو گڼ شمیر نور زخمیان شول.

په شام او عراق کې فعاله تُندره ډلې داعش د دغه برید زمه واري قبوله کړې وه.

مستونګ کې د تازه عملياتو په اړه پوځ کوم بيان نه دی ورکړی.

د ډان د رپورټ ترمخه مستونګ ته د داعش لس کمانډران د ټول ملک نه د ليدنې دپاره رايوځاې شوي او په دغه مهال پرې عمليات پیل شوي دي.

په عملياتو کې د درې پوځي افسرانو په ګډون اووه پوځي سرتيري ژوبل شوي او د دوه سرتیرو حالت پکې مرګونی ښودل شوی دی.

رپورټ د امنيتی چارواکو له قوله ويلي د داعش د مشرتابه وژنه به په پاکستان کې د دغه تُندروه ډلې دپاره غټه ضربه وي.

د پاکستان حکومت په ملک کې په منظم ډول د داعش شتون ردوي، خو له دې وړاندې د ملک په بیلا بيلو برخو کې د داعش د وسله والو د وژنې او په کراچۍ کې يې د ډلې د ښځو د نیټ ورک نيولو ادعا کړې ده.

داعش په پاکستان کې د ځينو ترهګر بریدونو زمه وارۍ هم منلې دي.

XS
SM
MD
LG