لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د داعش او القاعدي نیول شوي وسلوال افغانستان کې روزل شویدي


پاکستان وایي د داعش او القاعدي نیول شوي وسلوال افغانستان کې روزل شویدي
پاکستان وایي د داعش او القاعدي نیول شوي وسلوال افغانستان کې روزل شویدي

پاکستاني چارواکي وايي چې په کراچۍ ښار کې یې د داعش او القاعده شبکې پنځه مهم غړي نیولي دي.

د رېنجرو يو چارواکي کرنل قېصر د نیول شوؤ کسانو په اړه رسنیو سره په خبرو کې وويل،" د دې ترهګرو اړیکې د القاعده برصغير او داعش سره دي او دوي په افغانستان کې جهادي روزنه ترلاسه کړېده.

چارواکي زیاتوي دې ترهګرو د "اېن ډي اېس" او "را" سره په شریکه د بلوچستان د لارې په پاکستان کې ترهګري پر مخ وړه".

په کراچۍ ښار کې د رېنجرو چارواکو ويلي څو ورځې وړاندې رېنجرو ته داسې خبر رسیدلی وه چې"د القاعده برصغير او داعش روزل شوي ترهګر په کراچۍ کې موجود دي او د ترهګرۍ پر پلان کار کوي."

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو ددغو ادعاو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خبر زیاتوي چې د رېنجر ځواکونو د ښار په مواچهـګوټ سيمه کې عملیات کړي او پینځه ترهګر يې پکې نيولي دي.

هغه وويل د نيول شویو ترهګرو نه اته کیلو چاودیدونکي مواد، يو ځان وژونکی واسکټ، څلور لاسي بمونه او نوره وسله هم ترلاسه شویده.

د خبرپاڼې ترمخه نيول شوي کسان محمدزمان ، طاهر نواز، بلال احمد، محمدفرحان او درمحمد نوميږي چې هم دوي او هم له دوی نه ترلاسه شوي چاودیدونکي مواد او وسلې رسنیو ته هم وښودل شوې.

په خبرپانه کې وړاندې راغلی دي چې نيول شويو ترهګرو په حکومتي ادارو بريدونو او یو شمیر فرقه ييزو وژنو کې هم ککړ پاتې شوي دي.

خبرپاڼه دا هم لیکي چې دغه عمليات په هیواد کې د ردالفساد په نامه د روانو عملياتو برخه ده.

په کراچۍ ښار کې رېنجرو او د سي ټي ډي چارواکو له دې وړاندې هم په دغه ډول عملياتو کې د داعش او نورو تُندروه ډلو د ترهګرو د نيولو ادعاوې کړي دي.

د پاکستان لوړ پوړي حکومتي چارواکي تل وايي داعش ډله په منظم ډول پاکستان کې وجود نه لري.

بل لور ته د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانګې ايي اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور د نهې په ماښام په ټويټر خپور کړي يو بيان کې ويلي چې پوځ د ناقانونه ګرځول شوې پيپلزامن کمېټۍ پخوانی مشر عزیر بلوچ اوس له دوی سره دی.

د پوځ لخوا ويل شوي په عزیز بلوچ باندې بل هیواد ته د حساسه معلوماتو د ورکولو تور دی خو په دغه بيان کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستل شوی.

په عزېر بلوچ تور دی چې هغه په کراچۍ کې د لياري ګېنګ وار او پيپلزامن کمېټۍ په نوم تنظيمونه چلول او په ۲۰۱۳م کال کې په کراچۍ ښار کې د وسله والو پرضد د عملياتو له کبله بهر هېواد ته تللی ؤ.

په وروستیو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې عزیر بلوچ په ۲۰۱۴م کال کې د دسمبر پر ۲۹مه نېټه انټرپول په دوبۍ کې نيولی او پاکستاني چارواکو د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ سره په يوه نزدې سيمه کې د هغه د نيولو دعوه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG