لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې داعشیان اکثره بهرنیان دي


دوه مهم افغان چارواکي- د ننګرهار والي ګلاب منګل او په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال- په افغانستان کې د داعش په اړه غږېدلي.

ښاغلی منګل وایي، د ایغوریانو په ګډون اکثره داعشیان پاکستانیان دي او ښاغلی زاخیلوال وايي چې له داعش سره هیڅکله د سولې خبرې نشي کېدای.

د ننګرهار والي ګلاب منګل امریکا غږ ته وویل چې د داعش اکثره مشران بهرنیان په ځانګړي توګه پاکستانیان دي او تل ورسره د ډیورند د کرښې له پورې غاړې مرسته کیږي.

ښاغلي منګل ددې پوښتنې په ځواب کې چې څوک له داعشیانو سره مرسته کوي وویل: "په افغانستان کې د داعش ډلې ته وسلې، مهمات او نور جګړیز وسایل د ډیورنډ د کرښې له پورې غاړې څخه راځي."

خو پاکستان د افغان حکومت د چارواکو دا ډول ادعاوې تل رد کړیدي او که څه هم په پاکستان کې داعش د یو شمېر سترو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې ده خو پاکستان وايي چې په خاوره کې یې داعش نشته.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، په ننګرهار کې د داعش په لیکو کې د د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو د وګړو ترڅنګ د جنوبي ترکمنستان او چین ایغوریان هم جنګیږي.

د چین ایغوریان تر دې مخکې د ازبکستان په اسلامي تحریک او داعش لیکو کې جنګېدل او دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې یې د داعش په لیکو کې هم خپل شتون څرګند کړ.

ښاغلي منګل زیاته کړه، تر اوسه پورې ده ته داسې راپورونه نه دې رسېدلي چې د داعش په لیکو کې دې ګواکې د فرانسې او الجزایر وسلوال هم وي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال وي او اې ډیوه ته وویل چې افغان حکومت به هېڅکله له داعشیانو سره خبرې و نه کړي ځکه چې دوی افغانان نه دي.

داعشیان څوک دي؟

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د کومو څرګندو لاسته راوړنو د نه موجودیت له امله یو دم د افغانستان په ختیځ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه داعشیانو سر پورته کړ.

وتلی افغان څېړونکی انجینیر مطیع الله خروټي وي او اې ډیوه ته وویل چې داعش هم د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی اس آی یوه جګړیزه پروژه ده.

ده وویل: (داعشیان ځکه رامنځته شویدي چې پاکستان به د سولې د ممکنه خبرو له لیارې په طالبانو باندې خپلې موخې ترلاسه کړي خو په ورته وخت کې به په داعشیانو باندې به خپلې جګړیزې موخې ته ځان رسوي.)

په افغانستان کې تر اوسه پورې د داعش وژل شوي مشران هم پاکستانیان ښودل شویدي.

په افغانستان کې د داعش له مشرانو څخه یو هم حافظ سعید نومېده چې په خټه اورکزی و او د پاکستان د قبایلي سیمې اورکزۍ ایجنسۍ اوسېدونکی و.

نوموړی کابو دوه کاله وړاندې د امريکايي ډرون په برید کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له خپلو ۱۲ نورو ملګرو سره وژل شوی و.

په افغانستان کې د داعش پخوانی ویاند، قومندان او جنګیالی شاهد الله شاهد هم د پاکستان د قبایلي سیمې اورکزو اوسېدونکی و چې بیا د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې د امریکا د ډرون په یوه برید کې ووژل شو.

د داعش پرضد جګړه چېرې روانه ده؟

افغان چارواکي وایي‌ دختیځ ولایت ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو پرمهال ۵۶ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ، د سرحدي، عامه نظم او محلي پوليسو له خوا د کومانډو ځواکونو په همکارۍ پيل شوي چې لا هم روان دي.

بل پلو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د داعش د او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې کله طالبان او کله داعش په یو او بل برلاسي شي.

پدغو جګړو او نښتو کې تر اوسه پورې د دواړو ترهګرو ډلو په لسګونو کسان وژل شویدي.

اخوا په تېره مې مياشت کې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان د مستونګ سيمې په (کوهِ ماران) کې د هغو وسلوالو په ضد پوځي عمليات کړي وو، چې دوه چينايي اتباع يوه ښځه او يو سړى يې تښتولي او وژلي وو. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې اى ايس پي آر خبر ورکړى وو، چې په دغو عملياتو کې يې دوولس وسلوال وژلي دي.

دغه وژل شوي کسان د داعش وسلوالې ډلې غړي بلل کېدل، چې د دې ډلې ځينې قومندانان هم پکې شامل وو، خو پاکستاني چارواکيو دا رد کړې چې ګواکې دغه وژل شوي وسلوال دي د داعش ډلې غړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG