لاس رسیدونکی لینک

داعش په چینائي مسلمانانو ډله کې د شاملیدو غږ کړی


داعش په افغانستان او پاکستان کې د موجودگۍ دعوه کوي. په دواړو هیوادونو کې داعش یا ور سره تړلو ډلو د حملو دعوې هم کړې دي

دولت اسلامي یا داعش په چینائي مسلمانانو ډله کې د شاملیدو او د جنگ په میدان د ژوند ورکولو غږ کړی دی.

په چینائي ژبه کې په وډیو پیغام کې ویل کیږي د چین "مسلمانانو روڼو" داعش کې شامل شۍ او د جنگ په میدان خپل ژوند ورکۍ.

د وډیو پیغام په جواب کې چین د خارجه وزارت ترجمانه هوا چون یینگ وايي د ترهگرۍ مخکې ته یو هیواد هم یوازې نشې اودریدی نړي والې ټولنې ته پکار دي چې همکارۍ د پاره په یوزائې ودریږي او د ترهگرۍ په هر شکل باندې گزارونه وکي.

د القاعده برعکس داعش به کوښښ کوی چې د چین په ناقراره غربې سیمه سنکیانگ کې پرتو ويغور مسلمانانو ته ځان ورسوي. تجزیه کار وايي داعش په مختلفو نومونو ډیر په تندۍ خوریدونکی تنظیم دی.

د روائل یوناټډ سرویسز انسټیټیوټ تجزیه کار رفائلو پینټوچي وايي القاعده چین کې د اثروسوخ دپاره هیچ چرې هم نه خو وسائل استعمال کړي وو او نه يي هلته حملې کړې وې.

پینټوچي وايي په منځني ختیز او افریقا کې د چین زیاتیدونکې سرمایه کارۍ او تعمیراتي کارونو چین په دغه سیمو کې ترهگرۍ ته ښکاره کړی دی. تیره میاشت درې چینائي د ریل گاډو مامورین د مالي سرښار بمباکو کې په یوه حمله کې وژلی شو.

پینټوچي وايي دا وخت په چین کې ددنه داعش د حملو خطر کم دی خو داسې ممکنه ده چې چینائي شهریان په نورو هیوادونو کې ترهگرۍ په حملو کې وانخلي.

ترهگرۍ خلاف نړي والي همکارۍ دپاره چین دا هفته د شنگائي کواپریشن ارگنازیشن په غونډه کې هم غږ پورته کړو.

چین، روس، قزاقستان، کرزغستان، تاجکستان او ازبکستان د شنگائي کوایریشن نومې تنظیم غړي هیوادونه دي. د تنظیم بنیاد په کال ٢٠٠١ کې ایښودی شوی دی.

پاکستان، ایران، هندوستان او افغانستان د ځېنې نورو هیوادونو په شمول د شنگائي کواپریشن ارگنائیزیشن په غونډو کې د مبصیرینو په حېث شرکت کوي.

داعش په افغانستان او پاکستان کې د موجودگۍ دعوه کوي. په دواړو هیوادونو کې داعش یا ور سره تړلو ډلو د حملو دعوې هم کړې دي.

او افغان مامورین وايي داعش د افغانستان په ختیز ننگرهار ولایت کې د شا او خوا یوې میاشتې راهسې ریډیو هم پرانستلی دی. د ولایتي شورا غړی ربیح الله زمری وايي داعش ریډیو هره ورځ دوه گنټې نشریات خوري او خلکو ته وايي چې د هیواد موجود نظام غیر اسلامي دی.

مقامي صحافي انات خان چې ددغه ریډیو نشریات يي اوریدلي وايي نشریاتو د سیمې اوسیدونکې د ویرې سره مخ کړې دي.

د ننگرهار حکومتي مامورین وايي داعش د ریډیو درک معلومولو او د بندولو دپاره يي کوښښونه شورو کړې دي.

XS
SM
MD
LG