لاس رسیدونکی لینک

د کریبین په سیمه کې د سمندري طوفان "ارما" تباهي، ١٠ کسان مړه شوي دي


د "ارما" په نوم سمندري طوفان درونو بارانونو او سختو هواگانو د زیارت، پنجشنبې، په ماښام هیټي او ډومینیکن ریپبلک هیوادونه ووهل. په امریکا کې د موسم پوهان وايي ارما به د خالي، شنبې، په ورځ د امریکې فلوریډا ریاست ته رارسي اود طوفان په لار کې پرتو اوسیدونکو ته د کورونو پرېښودو امر شوی دی.

د هیټي او ډومنینکن نه وړاندې، ارما د کریبین سیمې په گڼ شمیر جزیرو کې سخته تباهي رامنځته کړه. کورونه، ودانۍ, ونې او د مواصلاتو نظامونه يې رانسکور کړي دي.

د "ارما" طوفان د هوا رفتار په یوه گنټه کې ٢٨٠ کلومیټر دی او د شدت درجه يې کیټگیري فایو یا پنځمه ده چې طوفانونو د شدت په پیمانه تر ټولو لوړه ده.

د کریبین په سیمه کې طوفان کې ١٠ کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی.

د امریکې په پورټریکو جزیره کې د بجلۍ نظام تباه شوی دی، تارونه او ستنې لوېدلي دي. صدر ډانلډ ټرمپ په جزیره کې د بیړني حالاتو اعلان کړی دی او په قدرتي افتونو کې د امداد ادارې فیما ته د امدادي کار امر ورکړی شوی دی.

د موسم پوهان وايي ارما د امریکې د فلوریډا ریاست په لوري راروان دی او د خالي په ورځ په په ساحل ور ولگي.

ویل کیږي چې د خالي، شنبې، د ورځ پورې به د طوفان شدت یو درجه کم شوی وي خو د فلوریډا ریاست د هغه علاقو وسیدونکو ته د خپلو کورو پریښودو امر کړی دی چرته چې د طوفان د لگیدو او زیاته خطره موجود ده.

ماهرین وايي د اټلانټک په سمندر کې "ارما" د تاریخ شدید ترین طوفان دی.

د ارما نه علاونه دا وخت د امریکې سره په سمندر کې دوه نور طوفانونه هم موجود دي. یو ته هوزی او بل ته د کاټیا نوم ورکړی شوی دی.

سمندري طوفانونو ته نومونه طوفانونو د پیژندگلو دپاره ورکړی کیږي.

XS
SM
MD
LG