لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیعه ملیشا په رمادي د حملې دپاره جمع شوي


د شیعه ملیشا او عراقي ځواکونو دغه کاروائي شمال د لوري د عراق سرښار بغداد په طرف د داعش د پرمختگ مخه ونیوله. او اوس داسې ښکاري چې د غرب د لورې د بغداد په طرف د داعش مخه نیولی کیږي. رمادي د بغداد په غرب کې پروت ښار دی
د شیعه ملیشا او عراقي ځواکونو دغه کاروائي شمال د لوري د عراق سرښار بغداد په طرف د داعش د پرمختگ مخه ونیوله. او اوس داسې ښکاري چې د غرب د لورې د بغداد په طرف د داعش مخه نیولی کیږي. رمادي د بغداد په غرب کې پروت ښار دی

د عراق انبار صوبې مرکزي ښار رمادي داعش د وسله والو نه بیرته نیولو دپاره مسلح شیعه جنگیالي د ښار په مضافاتو کې پرځائې شوې دي.

که چرې شیعه ملیشا په رمادي یرغل کوي نو دا به لکه د هغه کاروائي په رنگ وي چې شیعه جنگیالو د عراقي ځواکونو په ملاتړ تیره میاشت په تکریت د قابو موندلو دپاره دپاره کړې وه.

د شیعه ملیشا او عراقي ځواکونو دغه کاروائي شمال د لوري د عراق سرښار بغداد په طرف د داعش د پرمختگ مخه ونیوله. او اوس داسې ښکاري چې د غرب د لورې د بغداد په طرف د داعش مخه نیولی کیږي. رمادي د بغداد په غرب کې پروت ښار دی.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د عراق دفاع وزارت یو وډیو جاري کړی چې پکې د هغه ٢٨ عسکرو د زغورني کاروائي ښودلی کیږي چې رمادي کې گیر شوي وو. داعش په رمادي د څو ورځو د جگړې ورسته قبضه کړې ده. عراقي ځواکونه د ښار په تښتیدو کې کامیاب شوي او عراقي وزیراعظم حیدر العبادي کومک دپاره په شیعه ملیشا غږ کړی.

د گل یا دوشنبې په ورځ وائټ هاوس ویلي صدر براک اوباما ته رمادي کې د صورتحال په اړه وخت په وخت معلومات ورکړی کیږي. سپېنې ماڼۍ ترجمان ایریک شولز رمادي د بیا نیولو دپاره د عراقي ځواکونو ملاتړ بیا تکرار کړی دی.

ترجمان وویل د اتوار یا شنبې د ورځې راهسې د رمادي په سیمه کې اتحادي ځواکونو اته ځله هوائي بمباري کړې ده.

بلخوا د امریکې د پوځ مشر جنرل مارټن ډیمپسي ویلي په رمادي د داعش قبضه د ښار د ډیرې مودې راهسې ځپلی شوو اوسیدونکو دپاره سنگینه ضربه ده. هغه وویل که څه هم دا د خفگان خبره ده خو په جنگونو کې داسې ېېښې په عامه توگه رامېنځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG