لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې ځان مرگي بريد ۲۲ کسان ووژل


نوري المالکي په سعودي عرب دا تور هم پورې کړې چې سعودي عرب د عربو نه علاوه بهرنو نورو هېوادونو کې د نړي والې ترهگرۍ ملاتړ کوي
نوري المالکي په سعودي عرب دا تور هم پورې کړې چې سعودي عرب د عربو نه علاوه بهرنو نورو هېوادونو کې د نړي والې ترهگرۍ ملاتړ کوي
د راپورونو ترمخه د عراق په جنوبي سيمه کې يو ځان مرگي بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي . بلخوا ته د عراق وزيراعظم نوري المالکي وئيلي چې سعودي عرب او قطر د ترهگرو مرسته کوي او د عراق په ضد يې د جنگ اعلان کړی .
نوموړي دغه خبري د خالي په ورځ هېواد کې د تشدد څخه ډکو پېښو کې د ۱۵ کسانو د وژنې وروستو کړي دي .

د خالي په ورځ يوې غېرملکي خبري ادارې سره خبرو کې د عراق وزيراعظم نوري المالکي تور لگولی ، چې سعودي عرب او قطر په عراق باندې د شام د لارې ، او نېغ په نېغه بريدونه کوي ، او د عراق په ضد يې جنگ اعلان کړی دی ، څنگه چې دويې د شام په ضد اعلان کړی او د بده مرغه د دې بنياد فرقه وارانه او سياسي دی .
د راپورونو ترمخه نوري المالکي وئيلي ، چې دغه دواړه هېوادونه په عراق کې د فرقه ايزه نښتو ، ترهگرۍ او ناامنۍ زمه وار دي .
نوموړي زياته کړې رياض او دوحه د تندروه ډلو سياسي او مالي مرسته کوي ، او هغويې له وسله هم اخلي .
نوري المالکي په سعودي عرب دا تور هم پورې کړې چې سعودي عرب د عربو نه علاوه بهرنو نورو هېوادونو کې د نړي والې ترهگرۍ ملاتړ کوي .
په عېن حال کې چې د راپورونو ترمخه ، عراق کې نن د اتوار په ورځ يوځان مرگي موټري بمي بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي ، او دغه پېښه د شيعه ډلې سره تعلق لرونکو په ابادۍ والا ښار حله کې شوې ده .
د شيعه ډلې سره تعلق لرونکي دعراق وزيراعظم وئيلي چې په هغه باندې د سنيانو په ضد د عملياتو تورونه هغه ډلې پورې کوي ، د چا تعلق چې د سعودي عرب او قطر سره دی .
په ورستيو کې چې په عراق کې د تشدد پېښې ، بمي چاؤدنې زياتې شوي او د امنيت وضعه ډېره خرابه شوې ده ، او په هېواد کې انتخابونه رالنډ شوي نوري المالکي د تندروه وسله والو په ضد د سختو عملياتو کولو وئيلي دي .
د راپورونو ترمخه نوموړي د مارچ په ۱۲م نېټه بغداد کې د تندروه ډلو په ضد د گډو عملياتو په لړ کې د ترهگرۍ د مخنيوي نړيوال کانفرنس هم رابللی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG