لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش امریکائي غړي کرد ځواکونو ته ځان سپارلی


د وي او ای خبریالان چې کله د واشنگټن سره نزدې د ورجینیا ریاست په الیگزینډریه ښار کې د محمد جمال خویص کرو ته ورغلل نو د هغه مور او پلار د خپل زوي د گرفتارۍ نه نه وو خبر او پلار يي وویل سټیټ ډپارټمنټ هم ورته څه کره معلومات ور نه کړل
د وي او ای خبریالان چې کله د واشنگټن سره نزدې د ورجینیا ریاست په الیگزینډریه ښار کې د محمد جمال خویص کرو ته ورغلل نو د هغه مور او پلار د خپل زوي د گرفتارۍ نه نه وو خبر او پلار يي وویل سټیټ ډپارټمنټ هم ورته څه کره معلومات ور نه کړل

د داعش وسله والې ډلې په صف کې شام یو امریکائي شهري د شمالي عراق په سنجار ښار کې خپل ځان کرد پیشمرگه ځواکونو ته سپارلی دی.

سرباز حما امین چې په شمالي عراق کې یو پیشمرگه کمانډر دی، وي او ای ته يي ویلي امریکائي شهر‏ي د هغه ځواکونو د گزمې په مهال ولیدلو، هغه په انگریزۍ ژبه خبرې کولې او پیشمرگه عسکرو ته وویل هغه دوي ته تسلیمیدل غواړي.

سرباز حما امین وايي د مشکوک داعش غړي ولټولی شو او چې ددې خبرې تصدیق وشو چې مسلح نه دی نو گرفتار کړی شو. نیول شوي کس ویلي د هغه پلار فلسطینی وو، سرباز وویل.

وي او ای ته راستول شوي د نیول شوي تن درائیور لائسنس ښائي چې محمد جمال خویص په نوم د امریکې د ورجینیا ریاست اوسیدونکی دی.

سرباز حما امین وویل د محمد جمال خویص سره د ترکي پیسې او یو څو ډالرې وې.

په واشنگټن کې د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، ویلي دا رپورټ يي ترلاسه کړی چې شمالي عراق کې د داعش مشکوک امریکائي غړی نیول شوی خو خبر په رسمي تو د تصدیق په لړ کې يي د عراقي چارواکو سره رابطه برابر کړې ده.

د وي او ای خبریالان چې کله د واشنگټن سره نزدې د ورجینیا ریاست په الیگزینډریه ښار کې د محمد جمال خویص کرو ته ورغلل نو د هغه مور او پلار د خپل زوي د گرفتارۍ نه نه وو خبر او پلار يي وویل سټیټ ډپارټمنټ هم ورته څه کره معلومات ور نه کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG