لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو د موصل په هوايي اډه قبضه کړې ده


د هوايي اډې په لوري پرمختگ کې امریکايي ځواکونو انتهايي اهم کردار ادا کړې دی، هوايي د داعش په هدفونو يي هوايي بمباري کړې ده او د جنگ په میدان يی د عراقي عسکرو مشاورت هم کړې دی
د هوايي اډې په لوري پرمختگ کې امریکايي ځواکونو انتهايي اهم کردار ادا کړې دی، هوايي د داعش په هدفونو يي هوايي بمباري کړې ده او د جنگ په میدان يی د عراقي عسکرو مشاورت هم کړې دی

عراقي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ویلي ځواکونو يي د موصل په هوايي اډه قبضه کړې ده. دغه هوايي اډه د کال ٢٠١۴ راهسې د داعش وسله والو نیولې وه.

د عراق په سرکاري ټیلي وژن خپور شوي رپورټ کې وویل شو چې د عراق خصوصي ځواکونو د موصل هوايي اډه په مکمله توگه خپله ولکه د لاندې راوسلته.

داعش نه د موصل مغربي برخې اخستلو دپاره عراقي ځواکونو د اتوار، شنبې، د ورځې راهسې کاروايي شورع کړې ده.

د عراقي ځواکونو لیفټینټ جنرل راید شاکر وویل حکومتي ځواکونو د ډرون او د درنې توپخانې په بدرکه کې د گڼ شمیر اړخونو نه د هوایي اډې په لوري پیش قدمي وکړه.

د وړمبي رپورټونو ترمخه، عراقي ځواکونه د دداعش وسله والو لخوا د مزاحمت سره مخ نشول. بیا وویل چې د هوايي اډې په ودانیو کې مورچه بند وسله والو او عراقي عسکرو ترمنځ د ډزو تبادلې شوي دي.

د خصوصي عراقي ځواکونو یو چارواکې وویل داعش د عراق په عسکرو په موټر ځانمرگي بم او د ډرون نه بمونه وچلول. دغه چارواکې وویل گڼ شمیره خلکو ته مرگ ژوبله اوړیدلې ده.

فرسټ لیفټیننټ احمد الغلابي د هوایي اډې په مرکزي دروازه کې خبریالانو ته وویل دداعش د طرفه مزاحمت څه کم نه دی خو داسې ښکاري چې وسله واله ډله د ښار په مرکز کې جگړې دپاره خپل قوت محفوظ ساتل غواړي.

په هوايي اډې د قبضې دلارې به عراقي ځواکونه په موصل د جنوب مغرب د طرفه د حملې جوگه شي. دا وړمبی ځل دی چې عراقي ځواکونو د دجله دریاب په مغربي ساحل قبضه کړې ده.

بل عراقي کمانډر هشام عبدالالقدیم وویل حکومتي ځواکونه د هوايي اډې ترمینل ته رسیدلې دي او زر به يي په خپله قبضه کې واخلي.

په هوايي اډه کې زیات څه نه دي پاتې شوي. رن وی په ملبه او کنډر کې بدل شوی دی او د هوايي اډې نورې ودانۍ خپله داعش تباه کړې دي.

عراقي ځواکونو د داعش د وسلې په ذخیره او یو بیرک باندې هم قبضه کړې ده چې داعش به د خپل مرکز په توگه استعمالولو.

که څه هم عراقي عسکرو په هوايي اډه قبضه کړې ده خو د موصل په نیولو کې به لا نور وخت هم لگي. د موصل په مشرقي برخه په نیولو کې د عراقي ځواکونو درې میاشتې لگیدلې وې.

د هوايي اډې په لوري پرمختگ کې امریکايي ځواکونو انتهايي اهم کردار ادا کړې دی، هوايي د داعش په هدفونو يي هوايي بمباري کړې ده او د جنگ په میدان يی د عراقي عسکرو مشاورت هم کړې دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امریکايي عسکر د جنگ په وړمبۍ کرښه هم لیدل کیدل.

په عراق کې د امریکايي عسکرو د کردار د ضوابطو ترمخه امریکايي ځواکونه په جگړه کې نشي شکیل کیدی خو د ائتلافي ځواکونو ترمنځ او د هوايي فوج کرنل جان ډورین ویلي په ورستۍ هفتو کې امریکايي عسکر د جنگ سر خط ته دومره نژدې تللې چې ډزې پرې شوي او دوي هم جوابي کاروايي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG