لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اعراق کې تندروپه بغداد او کربلا د حملې دهړکه کړې


Iraq cities: Mosul, Tikrit, Beiji, Kirkuk, Karbala, Fallujah, Baghdad
Iraq cities: Mosul, Tikrit, Beiji, Kirkuk, Karbala, Fallujah, Baghdad
د اعراق په یو شمیر ښارونو قبضه کونکې اسلامي تندروه ډلې دهړکه کړې دوي د هیواد سرښار بغداد ته ور روان دي چې هلته جوړ شېعه حکومت د منځه یوسي. د امارات اسلامي اعراق او شام یا (اېي اېس اېي اېل ) ډلې ویاند نن په یو بیان کې وېلي دوي د شېعه مسلمانانو مقدس ښار کربلا هم قبضه کول غواړي.

هم په اعراق کې چارواکو وېلي کرد ځواکونو د لانجمن شمالي ښار کرکوک ښار کنټرول تر لاسه کړی. کرکوک هغه ښار دی چې کردان ېي د خپلې برخې ښار ګنړي. ولی دغه فیصله بیا د اعراق مرکزي حکومت نه مني.

نن به د ملګرو ملتونو امنېتي شورا د اعراق په حالاتو یوه غونډه کوي او د اسلامي تندروه ډلی په پرمختګ به خبرې اترې کوي. د ننۍ غونډې وړاندې ادارې په یو بیان کې د اېي اېس اېي اېل لخوا د اعراق په دوېم لوې ښار موصل او نورو ښارونو قبضه غندلې ده. د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون تیره ورځ په یو بیان کې په نړۍ غږ کړې د اعراق د حکومت مرسته دي اوکړي. د امنېتي شورا غړو وېلي وو په اعراق کې روان د تشدد او ترهګرۍ پېښې د دغه هیواد د امن او جمهورېت په لاره تګ نه شي اودرولې.

په امریکا کې هم پدی خبره فکرروان دی چې څنګه د اعراقي حکومت مرسته اوکړي چې ددغه تندلارو پرضد اوجنګیږي چا چې موصل، تکرېت او فلوجه قبضه کړي. ځنو امریکاېي چارواکو د نوم نه خودلو په شرط وېلي په اعراق کې د بې پاېلټه ډرون الوتکو استعمال باندی هم غور روان دی.

د سپېنې مانړۍ ناېب پرېس سیکرټري جوش اېرنسټ وېلي امریکا به د القاعده او دی سره تړلې نورو ډلو خلاف جنګیدو لپاره اعراقي حکومت له هر قسمه امداد ورکوي خو ددغه امداد نور څه تفصېل ېي نه دی ورکړی. د امریکا د خارجه دفتر وېاندې جېن ساکي هم دغه تفصېل نه دی ورکړی خو زیاته کړی ېې ده امریکا د اعراقي مشرانو سره په رابطه کې ده چې د تندروه ډلې لخوا روان پرمختګ ته څنګه ځواب ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG