لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق کردان له ایران نه بېړنۍ مرسته غواړي


کردي او ایراني منابع وایي د عراق د کردستان د نیمه خپلواکې سیمې چارواکي د ایران څخه بېړنۍ اقتصادي مرستې غواړي.

د جرمني د مونشن په ښار کې د تیرې نړیوالې امنیتي غونډې په وخت د ایراني او کردي مقاماتو په خبرو کې کردي لورې دغه غوښتنه مطرح کړې وه. خو د منابعو په وینا په دې هکله ځکه کوم تصمیم نه و نیول شوی چې تهران د کردستان د تیلو په منابعو کې ونډه غوښتله.

په ایران کې د کردستان د سیمې استازي نظیم دباغ د امریکا غږ ته ویلي چې کردي مقاماتو د خپلې بودجې د کموالي په وجه د ایران څخه مرسته غوښتې وه " زمونږ د چینلونو او د ایراني چارواکو سره د شخصي لیدنو له لارې مونږ د مالي مرستو په اړند د کردانو پیغام هغوی ته ورساوه."

ښاغلي دباغ زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د کردستان سیمه ییز حکومت سره د خپلو کمپنیو له لارې چې په کردستان کې فعاله دي د زیاتو پیسو د ورکولو لیوالتیا څرگنده کړه، خو چې کردي حکومت یې په بدل کې تیل ورکړي."

ددغه چارواکي په وینا د ایران په وړاندیز د اکتبر په میاشت کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د کردستان د صدراعظم برزاني د گډون په وخت بحث شوی و.

هغه امریکا غږ ته دا هم ویلي چې دواړو خواو موافقه کړې وه چې ددې موضوع پر جزییاتو باندې د کردستان په مرکز اردبیل کې خبرې وکړي.

د امریکا غږ په دې اړه د صدراعظم د مرستیال په گډون د کردي لوړپوړو چارواکو سره اړیکه وینوله خو هغوی د تبصرې څخه ډډه وکړه.

لویدیځ پلوه کردستان چې د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې جگړه کې د امریکا موثر متحد دی د تیلو د بیې د رالویدو، د داعش پر ضد په زیات لگښت د جگړې او د عراق او سوریې څخه د شاو خوا یو عشاریه اته میلیون مهاجرو د راتگ په وجه د سختو مالي ستونزو سره لاس او گریوان دی.

کردي مقامات اټکل کوي چې د دوی اداره له ١٥ څخه تر ١٨ میلیاردو ډالرو پورې پوروړې ده.

ایرانیانو د تیلو په بدل کې د پنځوس میلیونو ډالرو کوچنیو پورونو په ورکړې موافقه کړې ده. خو د امریکا حکومت د کردانو اړتیا جدي گڼلې او په میاشت کې یې ورته د پنځوس میلیونو ډالرو ورکړې وړاندیز کړی چې خپلو ځواکونو ته معاش ورکړي.

یادونه: دا رپورټ د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه ډیر په تشکر اخیستل شوی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG