لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په عراق کې دنوؤ کډوالو لپاره تیارۍ نېولي


کردستان ته په لویه شمیره د کډوالو راتلو لپاره د انتظام کولو په غرض امداد ورکونکو نړیوالو ادارو د وړاندی نه د مالی مرستو غوښتنې هم کړیدي
کردستان ته په لویه شمیره د کډوالو راتلو لپاره د انتظام کولو په غرض امداد ورکونکو نړیوالو ادارو د وړاندی نه د مالی مرستو غوښتنې هم کړیدي

ملګرو ملتونو د عراق په شمالي کردستان سیمه کښې په لویی شمېر د نوو کډوالو راتلو لپاره تیارۍ شورو کړي چرته چه د وړاندې نه د کډوال کېمپونه موجود دی.د چارواکو په وینا دغه ګام د داعش وسله والې ډلی پرضد عملیاتو کښې د تندۍ راتلو وروسته پورته شودې.

د ملګرو ملتونو یو چارواکی بیا خبرداری ورکړې دوي سره د کردستان د کډوالو پر ځای کولو توان هم په ختمیدو دی. په کال 2014 م کښې د داعش وسله والی ډلی پرضد د جګړی شورو کیدو ورستو په زرګونو بی کوره عراقیانو د کردستان مخه کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سی ار د کردستان لپاره یو چارواکي جوزف مارکس وېلي د کډوالو دغه شمیر اوس 13 لاکه ته رسیدلی دی.ښاغلې جوزف واېي:(د کډوالولپاره دغه ځای اوس محدوده شوی او هم په یو وخت دغه ځای زیات پراخه کړل شوی تردومره حده چه ته ﺉ تصور کولی شی. دغه حلق د صحت اسانتیاؤ ، تعلیم ، ابو اوبجلۍ ته هم اړتیا لری)

د کردستان په ځینو سېمو کښې دعراق د نورو برخو نه راغلو کډوالو شمیر د 25 و نه 30فیصده پورې ده پداسی هال چه کردستان خپله د لویی اقتصادی ستونزو سره مخ ده. جوزف مارکس زیاتوي دغلته نورعراقي کډوال هم راروان دي.دی واېي:(که چری موصل بیرته واخستل شو نو کردستان ته به نور کډوال هم راځی. نو بی شکه مونږ ته به سیوایی خیمې، خوراک او نور ضروری څیزونه پکار وی چه دغه کډوال پری وپالل شی. کوم چه به د تشدد ځپلو سیمو نه راځی)

د کېمپ یو ستر انتظامي مشر احمد البارکه واېس اف امریکا ته واېي دلته یوازې نوي کډوال نه دي راروان چه اسانتیاؤ ته اړتیا لري، بلکه هغه کډوال هم راروان دي چه لومړی په هوټلو کښې پاتې کیدل هغوی هم اوس کیمپونو ته د راتلو لپاره مینتونه کوي. ښاغلې احمد زیاتوي:

(داسی امکان دی چه دا ستونزه یا دا کړکیچ که جاری وی نو نوری د کډوالو کورنۍ به بی کوره کیږی او هغوی ته به مونږ له ځاﺉ ورکول وی او خیمی هم.کیمپ ته که دننه لاړی د حلقونه تپوس وکه! ددوی څه امید نه دی پاتی دوی هیڅ امید نه کۍ چه دا ستونزه به ختمه شی)

کردستان ته په لویه شمیره د کډوالو راتلو لپاره د انتظام کولو په غرض امداد ورکونکو نړیوالو ادارو د وړاندی نه د مالی مرستو غوښتنې هم کړیدي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG