لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو تلعفر ښار کې داعش ته ماتی ورکړو، د عراقي وزیراعظم اعلان


په پینټگان یا د امریکې دفاع وزارت کې د بغداد نه د ټیلي فون په زریعه خبري غونډه ته خبرو کې جنرل ټاون سینډ وویل عراقي ځواکونو د پنځو اړخونو نه په ډیر قوت په تلعفر حمله پیل کړې وه او تر اخېره يې خپل قوت وساتلو
په پینټگان یا د امریکې دفاع وزارت کې د بغداد نه د ټیلي فون په زریعه خبري غونډه ته خبرو کې جنرل ټاون سینډ وویل عراقي ځواکونو د پنځو اړخونو نه په ډیر قوت په تلعفر حمله پیل کړې وه او تر اخېره يې خپل قوت وساتلو

د عراق وزیراعظم د هیواد د نینوه صوبې په تلعفر ښار کې په داعش د فتح اعلان کړی دی.

"مونږ په مکمله توگه خوشحاله یو، په نینوه صوبه کې فتح ترلاسه شوي ده او صوبه په مکمله توگه د حکومتي ځواکونو په لاسو کې ده،" وزیراعظم حیدرالعبادي په خپل بیان کې وویل.

په شام او عراق کې داعش خلاف د جنگیدونکي پوځي ائتلاف مشر لوټیننټ جنرل سټوین ټاون سینډ په تلعفر کې په کامیابۍ د عراقي ځواکونو ستانیه وکړه. هغه وویل عراقي ځواکونو په ښار کې په حیرانکي چټکتیا فیصله کن بریا ترلاسه کړه.

د تلعفر ښار دداعش د پخواني مرکز موصل نه ٨٠ کلومیټره په مغرب کې پروت دی. عراقي ځواکونو ښار د بیرته نیولو دپاره حمله د اگست په شلمه نیټه شروع کړي وه.

په پینټگان یا د امریکې دفاع وزارت کې د بغداد نه د ټیلي فون په زریعه خبري غونډه ته خبرو کې جنرل ټاون سینډ وویل عراقي ځواکونو د پنځو اړخونو نه په ډیر قوت په تلعفر حمله پیل کړې وه او تر اخېره يې خپل قوت وساتلو.

د عراقي ځواکونو اندازه وه چې په تلعفر کې تر دوو زرو پورې دداعش وسله وال موجود دي. جنرل ټاون سینډ وویل عراقي او اتلافي ځواکونو د یو زر نه تر د دوو زرو پورې د هغه په وینا ددښمن وسله والو وژلي دي. هغه زیاته کړه دداعش تر د پنځه سوه پورې نور وسله وال د شمال په لوري د تښتیدو په مهال وژل شوي دي.

جنرل ټاون سینډ وویل عراقي ځواکونو داعش وسله والو د نیست و نابود کولو دپاره په تلعفر حمله کړي وه او دغه هدف يې ترلاسه کړې دی. امریکايي جنرل زیاته کړه چې دا امکان شته چې د تلعفر په شمال کې په لږه شمیره کې د داعش وسله وال موجود وي.

جنرل ټاون سینډ وویل که څه هم عراقي ځواکونو د داعش خلاف په چټکتیا گټه ترلاسه کړه خو اتحادي ځواکونه د فرات دریاب په مرکزي وادۍ کې د سختو جگړو لپاره ځان تیاروي. دغه وادي ٢٥٠ کلومیټره اوږده ده او تر شام پورې غځیدلي ده.

جنرل ټاون سینډ داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو په اړه ورستي رپورټونه رد کړل. هغه وویل د هغه په فکر البغدادي ژوندی دی او د فرات دریاب په وادۍ کې چرته پټ دی. "مونږ هره ورځ د هغه په لټون کې یو."

د البغدادي د مرگ په اړه گڼ شمیر گنگوسې شوي دي. یوه پکې د جون په میاشت کې مخې ته راغلي وه چې ویل کیدل هغه د روس په هوايي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG