لاس رسیدونکی لینک

عراق ځانمرگي حمله کې ٢۴ کسان وژل شوې دي


د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه خپل یو رپورټ کې وايي د ایي ایس وسله والو په لاسو کې جدید مزائیل د هوائي سفر دپاره خطر راولاړوي

د عراق جرف السخاره ښار سره نزدې ځانمرگي حمله کونکې لږ تر لږه ٢۴ شیعه جنگیالي وژلې دي.

بم چاؤدنه د گل په ورځ جرف السخار سره نزدې د امیني ځواکونو چیک پوسټ سره نزدې شوې ده. حمله کې استعمال شوی د امریکې جوړ هم وي وو چې پکې بمونه ایښودلی شوي وو. حمله کې ٢٥ نور کسان زخمیان شوي دي.

جرف السخار عراقي امنیتي ځواکونو د ايي ایس وسله والو نه بیا اخیستی دی.

عراقي وزیراعظم حیدر البادي بغداد نه ٥٠ کلومیټره په جنوب کې پروت ښار د جرف السخار بیا نیول کیدل ايي ایس دپاره سخته ضربه وگرځوله. ايي ايس جرف السخار د جولائي په میاشت کې نیولی وو.

بلخوا د شمالي شام په کوباني ښار کې د کرد جنگیالو او ايي ایس وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. دغه جگړه د تیرو شپږو هفتو راهسې جاري ده. کوباني د ترکي پولې سره نزدې په جنوب کې پروت دی.

د گل په ورځ د کوباني ښار نه لوگي پورته کیدل.

شام کې د تشدد څارنه کونکې ادارې سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس ترمخه د کوباني په جنگ کې ٨٠٠ کسان وژل شوي دي چې پکې ٥٠٠ د ايي ایس وسله وال او ٣٠٠ کردان شامل دي.

کوبانی کې په جنگ کې ښکیل کرد جنگیالي طمعه لري چې د عراق کردستان نه به پیش مرگه جنگیالي هم دا هفته ورسره جگړه کې شامل شي.

په عین حال کې د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه خپل یو رپورټ کې وايي د ایي ایس وسله والو په لاسو کې جدید مزائیل د هوائي سفر دپاره خطر راولاړوي.

XS
SM
MD
LG