لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي حکومت داعش خلاف د کاروائي اعلان کړی


انبار پراخه صحرائي سیمه ده چې د سرښار بغداد په غرب کې پرته ده او د اردن، جنوب ختیز کې شام او شمال ختیز کې د سعودي عرب پولې پورې غځیدلې ده. داعش د تیر کال راهسې د صوبې زیاتره برخې نیولې چې پکې د فلوجه ښار هم شامل دی
انبار پراخه صحرائي سیمه ده چې د سرښار بغداد په غرب کې پرته ده او د اردن، جنوب ختیز کې شام او شمال ختیز کې د سعودي عرب پولې پورې غځیدلې ده. داعش د تیر کال راهسې د صوبې زیاتره برخې نیولې چې پکې د فلوجه ښار هم شامل دی

د عراق حکومت ویلي د هیواد غربي انبار صوبه داعش د منگولو نه بیرته راخلاصولو دپاره امنیتي ځواکونو کاروائي شورو کړې ده.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د عراقي حکومت د اعلان نه قریباً یوه هفته وړاندې د داعش وسله والو د انبار صوبې مرکزي ښار رمادي قبضه کړو. په رمادي داعش د قبضې راهسې عراقي امنیتي ځواکونه او حکومت پلوه ملیشا جنگیالي د سني اکثریت ښار په ختیز کې یرغل دپاره پرځائې شوې دي.

انبار پراخه صحرائي سیمه ده چې د سرښار بغداد په غرب کې پرته ده او د اردن، جنوب ختیز کې شام او شمال ختیز کې د سعودي عرب پولې پورې غځیدلې ده. داعش د تیر کال راهسې د صوبې زیاتره برخې نیولې چې پکې د فلوجه ښار هم شامل دی.

د برطانيي نشریاتي ادارې بې بې سې سره مرکه کې عراقي وزیراعظم حیدرالعبادي ویلي رمادي به څو ورځو کې ونیولی شي او دا چې هغه په عراقي ځواکونو اعتماد کوي.

د گل یا دوشنبې په ورځ، د امریکې نائب صدر جو بائډن العبادي سره تعلقات ښه کولو دپاره په ټیلې فون خبرې اترې وکړې. ددې نه وړاندې د امریکې دفاع وزیر ایش کارټر جنگ دپاره د عراقي ځواکونو په صلاحیتونو پوښتنې راپورته کړې وې. عراقي عسکر رمادي نه پشا شوې وو.

وائټ هاوس ویلي جوبائډن داعش خلاف عراق سره د ملاتړ ژمنه تکرار کړه. په یو بیان کې وائټ هاوس وویل رمادي او په نورو سیمو کې داعش خلاف جنگ کې جوبائډن د عراقي ځواکونو د میړانې ستائنه وکړه. هغه وویل امریکا به د عراقي ځواکونو تربیه او عراق ته د فوج ساز او سامان په رسد کې چټکتیه راولي.

د گل په ورځ د امریکې حکومت یو چارواکې د دفاع وزیر ایش کارټر د خبرو په اړه وضاحت وړاندې کړو. هغه وویل ددفاع وزیر د رمادي په باره کې په خصوصي توگه خبره کوله او دا چې عراقي چارواکو تسلیم کړې ده چې د فوج د منصوبه سازۍ او د رسد نظام د گډوډي ښکار وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG