لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رمادي کې د عراقي ځواکونو او داعش ترمینځ جگړه


داعش په رمادي تیر کال قبضه وکړه چې حکومتي ځواکونو ته لویه ضربه گڼلی کیده. حکومتي ځواکونه د تیرو څو میاشتو راهسې ښار د بیا نیولو کوښښونه کوي. په ابتدا کې جگړه د ښار په مضافاتو کې کیده او بیا پکې داعش د رسد کرښې قطعه شوي دي. رمادي د سرښار بغداد نه ١٠٠ کلومیټره په غرب کې پروت ښار دی
داعش په رمادي تیر کال قبضه وکړه چې حکومتي ځواکونو ته لویه ضربه گڼلی کیده. حکومتي ځواکونه د تیرو څو میاشتو راهسې ښار د بیا نیولو کوښښونه کوي. په ابتدا کې جگړه د ښار په مضافاتو کې کیده او بیا پکې داعش د رسد کرښې قطعه شوي دي. رمادي د سرښار بغداد نه ١٠٠ کلومیټره په غرب کې پروت ښار دی

د عراق د رمادي ښار په مرکز کې د عراقي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ د نهې، سه شنبې، په ورځ نښتې شوي دي.

د عراقي ځواکونو کوښښ دی چې رمادي داعش د منگولو نه بیرته واخلي.

ترهگرۍ خلاف د عراق د خصوصي ځواکونو ترجمان صباح النوماني ویلي رمادي کې جنگ په ښار کې د حکومتي دوانیو شا او خوا شوی دی او د عراق هوائي فوج هم په مزکه د عسکرو په کومک کې بمباري کړې ده.

داعش په رمادي تیر کال قبضه وکړه چې حکومتي ځواکونو ته لویه ضربه گڼلی کیده. حکومتي ځواکونه د تیرو څو میاشتو راهسې ښار د بیا نیولو کوښښونه کوي. په ابتدا کې جگړه د ښار په مضافاتو کې کیده او بیا پکې داعش د رسد کرښې قطعه شوي دي. رمادي د سرښار بغداد نه ١٠٠ کلومیټره په غرب کې پروت ښار دی.

د تیر کال راهسې د امریکا په مشرۍ کې نړي وال ائتلاف هم داعش خلاف هوائي بمباري شورو کړې ده او عراق شمالي او غربي سیمو په بیرته نیولو کې يي د عراقي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

په تیرو ١٠ ورځو کې ائتلافي هوائي د رمادي شا او خوا ٣٠ وارې بمباري کړې ده.

عراقي حکومت وايي مزکني عسکر يي داعش خلاف د جگړې صلاحیت لري خو د هوائي بمبارۍ او په نوررسد کې يی د کومک غوښتنه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG