د عراق د حکومتي شمېرې ترمخه تېر کال په دغه هېواد کې د تُندلاريتوب په نتيجه کې د ۱۵۰۰۰ نه زيات عام خلک او امنيتي چارواکي وژل شوي دي ، او تېرکال په عراق کې د کال ۲۰۰۷م نه وروستو زيات خطرناک گرځېدلی دی .
د عراق د صحت ، داخله او دفاع د وزارتونو لخوا ترتيب شوې شمېرې ترمخه د وژنو ټوله شمېره ۱۵۵۳۸ ده ، او په کال ۲۰۰۷م کې چې په دغه هېواد کې د شيعه سني فرقه ايزه نښتې زياتې وې ، ۱۷۹۵۶ کسان پکې وژل شوي وو .
راپورونه وايي په کال ۲۰۱۳م کې د وژنو ټوله شمېره ۶۵۲۲ وه ، او په تېر کال کې دا يو په دوه سېوا شوې ده .
د ٫٫ عراق باډي کاؤنټ٬٬ په نوم د برطانيي يوه ازاده اداره چې په دغه هېواد کې د تُندلاريتوب د پېښو ريکارډ رايوځاي کوي ، وايي په کال ۲۰۱۴م کې د وژنو شمېره زياته ده او ۱۷۰۷۳ کسان وژل شوي دي .
راپورونه وايي د فرقه ايزه نښتو داعش او نورو جهادي ډلو د زور زياتو له کبله خونړۍ پېښې زياتې شوي دي .
د نوي کال په سر کې خپله وينا کې د عراق وزيراعظم حېدرالعابدي ۲۰۱۴م کال د عراقيانو دپاره ٫٫ ترټولو زيات سخت او دردؤنکی کال٬٬ گرځولی دی . چې پکې د داعش حملې زياتې شوي او دغې ډلې د عراق د پينځه ؤ صوبو زياتره علاقې په خپله ولقه کې اخيستي دي .
امريکايي پوځ وايي دوه ورځې وړاندې د امريکي په مشرۍ اتحادي ځواکونو د داعش په ضد فضايي عملياتو کې د دغې ډلې ۲۹ ځالې په نخښه کړيدي ، چې پکې ۱۲ حملې په عراق او ۱۷ نورې په شام کې شوي دي .
د بيان ترمخه په دغو فضايي عملياتو کې د داعش ودانۍ ، پټې ځالې ، پوستې او د وسلې ذخيرې په هدف کړی شوي دي .