لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد : بمي چاؤدنو کې١٧ کسان وژل شوي،٥٠ ژوبل


 ديو راپور ترمخه دجنورۍ دپينځمې څخه تر ١٧مې نيټې پورې عراق کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې ٨٨کسان وژل شوي وؤ چې مسؤليت يې القاعده په غاړه اخستىؤ
ديو راپور ترمخه دجنورۍ دپينځمې څخه تر ١٧مې نيټې پورې عراق کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې ٨٨کسان وژل شوي وؤ چې مسؤليت يې القاعده په غاړه اخستىؤ
دعراق پايتخت بغداد کې دپوځ ديوې اډې سره نزدې يو ځانمرگي بريد اؤ دوؤ نورو بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي او د٥٠ ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي يو تر ټولو خونړى بريد دبغداد شمال لوري ته ٢٥ کلو ميټره لرې په تاجي نومې سيمه کې هاغه مهال رامينځته شو کله چې ديو پوځي کيمپ سره نزدې يوه موټري بم چاؤدنه وشوه، په دغه چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي او ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دبغداد جنوب لوري ته په محموديه سيمه کې هم دموټر په ذريعه يو ځانمرگى بريد ترسره شوى چې پکې پينځه کسان وژل شوي او ١۴ نور ژوبل شوي دي.
دريمه موټري بم چاؤدنه دبغداد شمال لوري ته په شواله سيمه کې ديو مارکيټ سره نزدې ترسره شوې چې پکې پينځه کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.
ددغو چاؤدنو مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى.
ديو راپور ترمخه دجنورۍ دپينځمې څخه تر ١٧مې نيټې پورې عراق کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې ٨٨کسان وژل شوي وؤ چې مسؤليت يې القاعده په غاړه اخستىؤ.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG