لاس رسیدونکی لینک

بغداد کې بم چاؤدنې، ٢٢ کسان وژل شوي


بغداد کې د بمونو تر څنگ، د عراق حکومت د تیرې یوې میاشت راهسې په غربي انبار صوبه کې د القاعده وسله والو سره په جنگ دی. وسله والو انبار کې په مختلفو سیمو قبضه کړې ده
د عراق سرښار بغداد کې پرله پسې بم چاؤدنو کې د چارواکو د وینا ترمخه لږ تر لږه ٢٢ کسان وژل شوي او ٣٠ نور زخمیان شوي دي.
د شورو په ورځ بم چاؤدنو کې یوه د بغداد د سخت امنیتي بندوبست د لاندې گرین زون برخه کې شوي او دوه موټر بم چاؤدنې د خارجه وزارت سره نزدې شوي دي.
یو ځانمرگي حمله کې د بغداد یو ریسټرانټ په نخښه شو.
په مجموعي توگه د بغداد د تشدد په پیښو کې ٢٢ کسان ووژل شو او تر ٣٠ ؤ پورې نور زخمیان شو.
د کال ٢٠٠٨ راهېسې عراق دا وخت د تشدد بدې وضعې سره مخ دی. کال ٢٠٠٨ کې د عراق د سني او شیعه مسلکونو ترمنځ جگړو هیواد د کړکیچ ښکیل کړی وو.
عراق کې د تشدد په ورستۍ لړۍ کې تیره میاشت ١٠٠٠ کسان وژل شوي دي. تیر کال تشدد د لاسه ٩٠٠٠ کسانو ژوندونه د لاسه ورکړې وو.
بغداد کې د بمونو تر څنگ، د عراق حکومت د تیرې یوې میاشت راهسې په غربي انبار صوبه کې د القاعده وسله والو سره په جنگ دی. وسله والو انبار کې په مختلفو سیمو قبضه کړې ده.
القاعده خلاف جنگ کې د عراقي حکومت د مرستې د پاره امریکا عراق ته مزائیلې او ډرون جهازونه لیږي.
XS
SM
MD
LG