لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د خطر سره مخ، د بغداد کتابخانه په ډیجیټل طریقه خوندي کیږي


د بغداد په قامي کتبخانه کې ماهرین د خصوصي کیمرو او رڼا په مرسته د انتهائي نادر مسودوعکسونه اخلي. دغه مسودي د عراق اخیرې باچا شاه فیصل ثاني د دور دي چې د کال ١٩٣٩ نه يي تر د ١٩٥٨ پورې په هیواد حکومت کړی وو
د بغداد په قامي کتبخانه کې ماهرین د خصوصي کیمرو او رڼا په مرسته د انتهائي نادر مسودوعکسونه اخلي. دغه مسودي د عراق اخیرې باچا شاه فیصل ثاني د دور دي چې د کال ١٩٣٩ نه يي تر د ١٩٥٨ پورې په هیواد حکومت کړی وو

د عراق په قامي کتب خانه کې د عمرونو ادبي اثار پراته دي چې پکې د سلطانانو او بادشاهانو، د سامراجانو، سوشلسټانو، قبضه گرو او د ازادۍ ورکونکو او د امن او د جنگ قیصې دي او د عراق د تاریخ برخه ده.

د ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې د رپورټ ترمخه د کارپوهانو د زرگونو په شمیره کې د هغه دستاویزاتو د محفوظ کولو کار شورو کړی دی چې پکې د عراق د تاریخ لوړې او ژورې رقم شوې دي او په ورستي کلونو کې ورته نقصان هم رسیدلی دی.

ای پې وايي د عراق تاریخي اثارو ته که یو خوا هیواد کې د امریکې د فوجي کاروائي په وخت زیان رسیدلی دی نو په موجوده وخت کې ورته د داعش لخوا خطر راولاړ شوی دی.

داعش د عراق په موصل ښار د قبضې ورسته ښار کې نادر تاریخي کتابونه، مسودې او تهذیبي اثار په دې دلیل تباه کړې دي چې دا غیر اسلامي دي.

د بغداد په قامي کتبخانه کې ماهرین د خصوصي کیمرو او رڼا په مرسته د انتهائي نادر مسودوعکسونه اخلي. دغه مسودي د عراق اخیرې باچا شاه فیصل ثاني د دور دي چې د کال ١٩٣٩ نه يي تر د ١٩٥٨ پورې په هیواد حکومت کړی وو.

ددې نه علاوه د سلطنت عثمانیه د دور په مسودو هم کار روان دی، چې ٢٠٠ او ٢٥٠ کاله زړې دي. د تصویرانو ورسته به يي مائیکرو فلم جوړیږي چې د دغه تاریخي اثارو خوندي کولو په جدیدو طریقو کې شمار ده.

د اثارو د محفوظولو په عمل کې کتاب یا مسوده، وړمبی صفا کړی شي، بیا پرې د جراثیمو نه بچ کولو دپاره خصوصي کمیاوې مادې ولگول شي او بیا د کتابونو صفې یو بل نه جدا کولو دپاره خصوصي کاغذ استعمال کړی شي او په اخیره کې دنقصان یا ریژیدو نه بچ ساتلو دپاره ورباندې کیمیاوې عناصر ولگولی شي.

خو د کتابونو او مسودو خوندي کولو دا عمل ډیر نازک او حساس هم دی. ځېنې کتابونه او مسودې ورستې شوې وې او د لاس لگیدو یا راخیستلو په وخت ریژیږي نو ځکه کاروپوهان ډیر په محتاط ماحول کې او په محتاطه طریقه کار کوي او د صبر ازما پړاونو نه تیږیږي.

د بغداد قامي کتبخانه په کال ١٩٢٠ کې انگریزانو قائمه کړې وه. وړاندې د سختو وختونو نه د تیریدو ورسته د ٢٠٠٠ په لسیزه کې هم کتبخانې ته نقصان رسیدلی وو کله چې د امریکې فوجي کاروائي په وخت بغداد د اړې گړې ښکار شوی وو، کتبخانې ته اور اچول شوی وو چې پکې ودانۍ ته نقصان رسیدلی وو او د کتابونو ٢٥ فیصد برخه سوزځیدلې وه او د سلطنت عثمانیه د دور بېش بها اثارو ٦٠ فیصد برخه هم ضائع شوې وه.

د بغداد قامي کتبخانه خوندي کولو په لړ کې د لائیبري اف کانگرس هم لاس امدادا کوي. د کانگرس د کتبخانې د ماهرینو یوه ډله بغداد ته تللې وه چې د بغداد کتبخانې ته د رسیدلې نقصان انداز ولگوي او بیا يي سفارښتنه وکړه چې نوي کتبخانه دې جوړه کړی شي. په نوي کتابخانه کاروان دی او ممکنه ده چې ائنده کال به پرانستلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG