لاس رسیدونکی لینک

د صدام حسين ملگری عزت ابراهيم الدوري په عملياتو کښې وژل شوی


عراقي چارواکي واېي د پخواني صدر صدام حسين يو نزدې ملگری عزت ابراهيم الدوري په پوځي عملياتو کښې وژل شوې دی.

العربيه ټيلي ويژن د صلاح الدين صوبې د گورنر د خولې ویلي چې الدوري عراق کښې د دولت اسلامي ترهگر ډلې مهم مشر ؤ او داچې د هاغه وژنه ددغه ترهگر ډلې لپاره غټ گُوذار دی.

کله چې په کال ٢٠٠٣ کښې د امريکې پوځ په عراق حمله اوکړه الدوري عراقي حکومت کښې په هغه چارواکو کښې يو ؤ چې د امريکې حکومت ته ترټولو زيات مطلوب وو-

اخوا د عراق شمالي ښار اربيل کښې د امريکایي قونصلگرۍ بهر د موټر بمي چاودنه شوې. په جهادي ويب پاڼو نظر ساتونکې امريکاېي ډلې وئيلي د عراق کرکوک صوبه کښې دولت اسلامي ددغه چاودنې ذمه واري په سر اخستې. د کُرد چارواکو تر مخه په چاودنه کښې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي. د امريکې خارجه وزارت وئيلي په چاودنه کښې د قونصلگرۍ امريکاېي عملې ته نقصان نه دی رسيدلی. د چاودنې تر څنگ د ډزو اوازونه هم اوريدل شوي. دا حمله په داسې وخت کښې شوې چې پايه تخت بَغداد کښې هم نن خونړۍ بمي چاودنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG