لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران سره ایټمي لوظنامه – شرایط او قدغنونه څه دي؟


د نړۍ شپږو لویو قوتونو او ایران د ایران ایټمي پروگرام په سر تاریخي لوظنامه ترسره کړه. په تړون کې به د ایران په ایټمي پروگرام قدغنونه پرځائې کړی شي او په بدل کې به په ایران د تیرو څو لسیزو راهسې لگیدلې اقتصادي پابندۍ نرمي شي
د نړۍ شپږو لویو قوتونو او ایران د ایران ایټمي پروگرام په سر تاریخي لوظنامه ترسره کړه. په تړون کې به د ایران په ایټمي پروگرام قدغنونه پرځائې کړی شي او په بدل کې به په ایران د تیرو څو لسیزو راهسې لگیدلې اقتصادي پابندۍ نرمي شي

د نړۍ شپږو لویو قوتونو او ایران د ایران ایټمي پروگرام په سر تاریخي لوظنامه ترسره کړه. په تړون کې به د ایران په ایټمي پروگرام قدغنونه پرځائې کړی شي او په بدل کې به په ایران د تیرو څو لسیزو راهسې لگیدلې اقتصادي پابندۍ نرمي شي.

صدر براک اوباما او د ایران صدر حسن روحاني د معاهدې هرکلی کړی دی. صدر اوباما ویلي د معاهدې پرځائې پاتې کیدو بنیاد به اعتماد نه بلکه ددې خبرې تصدیق وي چې ایران د معاهدې پابند کوي. هغه خبرداری کړی چې که کانگرس لوظنامه نه مني نو د ویټو اختیار به کاروي.

د معاهدې په اړه خپل یو لنډ بیان کې د ایران صدر حسن روحاني وویل د ایراني اولس دعاگانې په حقیقت کې بدلې شوي.

خو د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو معاهده نړۍ دپاره "تاریخي غلطي" ورگرځوله. هغه په امریکا او ایران سره معاهده کې شریک فریقینو نورو پنځه ؤ قوتونو، چین، روس، جرمني، برطانیه او فرانس، باندې دا الزام ولگولو چې "په هرقیمت" معاهده ترلاسه کولو په بدل کې يي ایران ته په پراخه کچه مراعات ورکړې دي.

د اسرائیل ترڅنگ، سعودي عربستان او امریکا کې دننه حزب اختلاف ریپبلیکن پارټي ایران سره د ایټمي معاهدې مخالفت کوي.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه لیکې اوس چې ایران سره معاهده ترسره شوه، په کانگرس او د امریکې په اولس لوظنامه "خرڅولو" په لړ کې به صدر د مشکل سره مخ کیږي.

ښاغلي اوباما دا خبره په ډاگه کړه چې کانگرس لخوا هر هغه قانون به ویټو یا رد کړي چې معاهده په کامیابۍ د عملي کیدو په لاره کې خنډان راولاړوي.

د معاهدي بنیادي شرائط

ایران به تر ١٥ کلونو پورې په ټېټه کچه صفا شوي خپل د یورینیم ذخیره کې ٩٨ فیصد کمی کوي او ٣٠٠ کلوگرام حد پورې به يي ساتي. په دغه کچه صفا شوي یورینیم بم کې د خشاک په توگه استعمالیدی شي. د ټیټې کچې صفا یورینیم څه برخه به روس ته صادر کیږي.

ایران به نتانز کې د یورینیم صفا کولو الات، سینټرې فیوجز، دریو کې دویمه برخه کمی کوي او د ٥٠٦٠ شمیرې ته کموي. باقي پاتې سینټرې فیوجز به څارنې دپاره بل ځائې ته منتقل کړی شي. په مجموعي توگه د ایټمي خشاک په پیداوار به د یو کال دپاره محدود کړی شي. دا هم دومره موده ده چې ایران پکې د وسلې جوگه یورینیم تیارولی شي که چرې د معاهدې ماتولو فیصله يي وکړه.

په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ به ختمي شي. ایران به په نړي واله منډائي کې بیا خپل تیل خرڅولی شي او په نړي واله کچه تجارت دپاره به نړي وال مالي نظام، بینکونه او نورې مالیاتې ادارې استعمالولی شي.

په ایران لگیدلې د وسلو پابندۍ به هم په مرحله واره توگه ختمی کړی شي. د ملگرو ملتونو ایټمي اداره اي ای ايي ای به ددغو پابندو د ختمولو د رفتار ټاکنه کوي چې اړتیا به دې خبره ته لري چې د ایران ایټمي پروگرام تر څومره حده پورې پرامنه دی.

که چرې دا ولیدلی شوه چې ایران د معاهدې پابندي نه کوي نو اقتصادي پابندۍ به بیا پرځائي شي. د امریکا، چین، روس، فرانس، برطانیه، جرمني، یورپین یونین او خپله د ایران په گډون د هیوادونو ډله به په اکثریت د پابندیو بیا پرځائې کولو فیصله کوي.

د معاهدې د خلاف ورزۍ په ترڅ کې په ایران لگیدونکو نوي پابندیو د لاندې به ایران د یو خاص میعاد پورې نه خو د وسلو نقشې تیارولی شي، نه به ایټمي تجربې کولی شي او نه به ازمائښتي چاودنې کولی شي.

د معاهدې معیاد ختمیدو ورسته به څه وي

د معاهدې ختمیدو ورسته ایران د یو کال دننه د بم جوگه صفا یورینیم تیارولی شي. خو صدر اوباما ویلي دغه موده به لس کاله پس په رو رو کمیږي او ١٥ کاله ورسته به دغه وخت صفر ته رسیدلی وي.

یو امریکائي چارواکې ويلي د یورینیم صفا کولو په اړه به ایران دخپل ائنده تگ لارې تفصیلات د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې اي ای ايي ای سره او د معاهدې نورو فریقینو سره شریکوي. هم دغه معلومات به د امریکې کانگرس ته د تړل شوو دروازو پشا ورکولی شي خو اولس ته به نه ورکړی کيږي. خو امریکائي چارواکې دا خبره تسلیموي چې د لس پنځلس کاله ورسته په اړه ورته نه ده معلومه چې د ایران ایټمي پروگرام په اړه به څه تگ لاره وي.

په ایران د روایتي وسلې پابندي

ایران د معاهدې په اړه مذاکراتو کې اخیری او تر ټولو لانجمن ټکی په ایران د روایتي وسلو پابندي وه. په ایران د روایتي وسلو او مزائیلو پابندي په کال ٢٠٠٦ کې لگول شوي وه. خو پوښتنه دا وه چې دغه پابندي به په کوم پړاؤ ختمولی شي.

په دې اړه د امریکې خارجه وزیر جان کیري او د هغه ایرانی هم منصب جواد ظریف په دې صلا شوي چې د مزائیلو پابندي به تر د اته کلونو پورې پرځائي وي. هم دغه رنگ د ایران د مزائیلو په خرڅولو پابندي به د پنځه کلونو پورې پرځائي وي. دغه پابندۍ زر هم لرې کیدی شي که چرې اي ای ايي ای حتمي فیصله وکړي چې د ایران ایټمي پروگرام په مکمله توگه امن ناک دی او دا چې د معاهدې خلاف ورزي يي نه ده کړې او په غلا د وسلو اخیستلو کوښښ يي کړی دی.

د اسرائیل، سعودي عرب او کانگرس تشویش

په ایران د وسلې پابندۍ په اړه به کانگرس کې بحث کیږي. کانگرس چې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د اکثریت د لاندې دی، ایران سره شوي معاهده ردولی شي. خو صدر براک اوباما ویلي هغه به د کانگرس نامنظوري ویټو یا مسترد کړي. براک اوباما ویلي هغه غواړي چې معاهده کانگرس نه منظوري ترلاسه کړي. کانگرس سره د معاهدې د جاج اخیستلو لپاره ٦٠ ورځې دي.

د کانگرس نه علاوه به صدر اوباما د اسرائیل او سعودي عرب تشویش هم د لرې کولو کوښښ کوي چې ایران سره د معاهدې مخالفت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG