لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ وايي ایران شام کې د جنگ لپاره افغانان لیږي


د ادارې په رپوټ کې د ایران په "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" ځواکونو د شیعه مسلک په قام هزاره افغانانو د برتي کولو او ورته د جنگي تربیت ورکولو الزام لگول شوی دی. په تصویر کې د ایراني ځواکونو پریډ لیدل کیږي
د ادارې په رپوټ کې د ایران په "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" ځواکونو د شیعه مسلک په قام هزاره افغانانو د برتي کولو او ورته د جنگي تربیت ورکولو الزام لگول شوی دی. په تصویر کې د ایراني ځواکونو پریډ لیدل کیږي

د انساني حقونو یوې نړي والې ادارې په ایران د جنگي جرمونو الزام لگولی دی او یلي یې دي ایران په شام کې د حکومتي ځواکونو په صفونو کې د جنگیدو لپاره افغانان لیږلي دي د ځینو پکې عمرونه ١۴ کاله و.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ شائع شوي خپل تفصیلي رپورټ کې په نیویارک کې میشته هیومن رایټس واچ نومې ادارې وویل څیړنکارانو یې د ایران په مختلفو هادیرو کې د ځینې داسې قبرونو تصویران لیدلي چې کتبو نه یې هلته د ښخو کسانو د عمرونو اندازه کیده چې په اته قبرونو کم عمره ماشومان وو او په شام کې په جنگ کې وژل شوي وو.

د ادارې په رپوټ کې د ایران په "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" ځواکونو د شیعه مسلک په قام هزاره افغانانو د برتي کولو او ورته د جنگي تربیت ورکولو الزام لگول شوی دی. دغه افغانان په هیواد کې د بې امنۍ دلاسه ایران ته په کډه مجبور شوي او هلته اباد دي.

هیومن راټس واچ وايې د ١۴ کلونو د عمر افغانان "لشکرفاطمیون" په ډله کې د شام د حکومت په صفونو کې د جنگیدو لپاره لیږل شوي دي. "د نړي وال قانون ترمخه د ١٥ کلونو نه د عمر ماشومان د جنگ لپاره برتي کول او په جنگ ښکیلول جنگي جرم دی."

د منځني ختیځ دپاره د ایچ ار ډبلیو څیړنکارې سیره لي وایټسن په تهران غږ کړی چې جنگ لپاره دې د ماشومانو برتي ودروي او افغانان دې د شام د جنگ نه بیرته راولي. هغې وویل پرځای د بې وزله ماشومانو د استحصال، پکار ده چې ایران د کډوالو ماشومانو تحفظ وکړي او په جنگ کې ددوي د ښکیلولو ذمه وار کسان انصاف ته وړاندې وکړي.

ایراني مامورین وايي شا او خوا ٢٥ لکه افغانان په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي خو زیاتره په هیواد کې د وسیدو قانوني دستاویزات نه لري.

د انساني حقونو کارکونکو ډلو داسې مثالونه راجع کړي دي چې په ایران کې میشته د افغان هزاره ټولنې غړي په شام کې د خپلو کورنیو لپاره د معاش گټلو په خاطر په "رضاکارانه" ډول شام ته تللي دي.

د ایران حکومت پلوه مطبوعات وايي افغانانو په "فاطمیون ډویژن" یا لشکر فاطمیون کې په رضاکارانه توگه د شام صدر بشارالاسد په حمایت کې جنگیږي.

ویل کیږی چې په تیرو څو کلونو په شام کې د جنگیدو لپاره ایران د زرگونو په شمیره کې افغانان تربیه کړي دي چې پکې په ایران کې په غیرقانوني توگه میشته افغانان هم شامل دي.

د رپورټونو ترمخه ایراني چارواکي جنگ لپاره تربیه کیدونکو افغانانو ته وايي دوي په دمشق، الیپو او په رقه ښارونو کې د شیعه مزارانو د تحفظ لپاره لیږل کیږي.

د ایران په هادیرو کې د کومو افغانانو د قبرونو چې شناخت شوی په کتبو یې د مرگ د مقام شناخت لیکل شوی او ویل شوي چې دوي د مزار دفاع کوله. هیومن رایټس واچ وايي د مزار د محافظ ټکې ایراني چارواکې په غیر مستقیم ډول د هغه افغانانو لپاره استعمالوي چې په شام کې د جنگ لپاره لیږل کیږي.

ایچ ار ډبلیو په ملگرو ملتونو هم غږ کړی چې په شام کې د جنگیدو لپاره د افغانانو د برتي کیدو تحقیقات وکړي.

ایران په سمدستي توگه د ایچ ار ډبلیو په رپورټ خپل عکس العمل نه دی ښودلی خو تهران ددې نه وړاندې شام د جنگ لپاره د افغانانو د برتۍ خبرونه رد کړي دي.

ویل کیږي چې د افغانانانو نه علاوه ایران لکه د پاکستان په رنگ د نورو هیوادونو څخه هم د اربونو ډالرو په مصرف د شیعه ټولنې خلک په شام کې د جنگ لپاره لیږلي دي.

هم دغه رنگ الزام په پاکستان هم لگول کیږی چې په خپله خاوره میشته افغان کډوال د سني طالبانو په صفونو کې د جنگیدو لپاره تیاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG