لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د فضايي دفاعي نظام د جوړول اعلان کړی دی


سعودي عرب او اسرائیل د ایران سره د شوي د کال ٢٠١٥ لوظنامې په حقله ژورې اندیښنې لري
سعودي عرب او اسرائیل د ایران سره د شوي د کال ٢٠١٥ لوظنامې په حقله ژورې اندیښنې لري

د ایران د پاسداران انقلاب د هواېي دفاعي نظام مشر فرزاد اسماعیلي ویلي دي چې دوي د روس د ایس ٣٠٠ په شان 'باور ٣٧٣ ' د هوا د لارې د کورني دفاعي نظام ازموینه کړی ده.

اې ایف پي خبري اداره د ښاغلي اسماعیلي د خولې لیکي چې دا دفاعي نظام یې په مکمله توگه په ایران کې تیار کړی دی او ډیرې برخې یې د روس د ایس ٣٠٠ نه بدلې دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې نظام کې د مزایلو او نورو برخو ازموینه ېی کړي ده.

باور ٣٧٣ د ایران د اوږدې فاصلې پورې هدف په نخښه کونکي د مزایلو وړمبی نظام دی او چارواکي وايي دا به د کال ٢٠١٨ د مارچ د میاشتې پورې خپل کار شروع کړي.

کال ٢٠١٠ کې ایران د روس نه د ایس ٣٠٠ دفاعي نظام اخستلو خو په دغه وخت د ایران د لانجمن جوهري پروگرام په سر په تهران نړیوال بندیزونه ولگیدل او خو بیا ایران په باور ٣٧٣ دفاعي نظام کار شروع کړو.

کال ٢٠١٥ کې د نړیوالو طاقتونو سره د جوهري پروگرام په سر د لوظنامې ورسته تهران نه ځني بندیزونه پورته کړل شو او دغسې د مارچ په میاشت کې د روس ایس ٣٠٠ دفاعي نظام کار شروع کړو.

د ایران د دفاع لپاره وزیر امیر حاتمي د خالي په ورځ وویل چې په راتلونکو څلورو کالو کې به د بلیسټک او کروز میزایلو دفاعي توان نور هم سیوا کړي.

د امیر حاتمي وینا په داسې وخت کې مخ ته راغله چې د امریکې حکومت په تهران نوی بندویزونه لگولي دي.

د دفاع وزیر حاتمي وايي دفاعي سفارتکاري یې د هیواد د پلان برخه ده. دې وايي په داسې سیمه کې چرته چې ثبات او امنیت یو اهم ټکی دی هلته سفارتکاري او روابط ساتل ډیر مهم دي.

دې زیاتوي ایران به د جنگونو د مخنیوي لپاره نورو هیوادونو ته وسله خرڅوي.

د امریکه صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د لوظنامې په حقله اندیښنې څرگندوي او د انتخابي کمپین په وخت یې دا یوه تاریخي غلطي بولې ده.

نیوزويک مجله لیکي که هر څه صدر ټرمپ دا لوظنامه ختمول غواړي خو تراوسه نه خو ملگرو ملتونو او نه د امریکې سټیټ ډیپارټمنټ داسې شواهد لري چې گنې ایران د کال ٢٠١٥م لوظنامې سرغړونه کوي.

سعودي عرب او اسرائیل د ایران سره د شوي د کال ٢٠١٥ لوظنامې په حقله ژورې اندیښنې لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG