لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران : د مسافرو الوتکه تباه شوې


ايران کې له دې وړاندې هم د مسافرو د الوتکو غورځېدو او نورو حادثو سره مخ کېدو يو شمېر غټې پېښې رامنځته شوي دي
ايران کې له دې وړاندې هم د مسافرو د الوتکو غورځېدو او نورو حادثو سره مخ کېدو يو شمېر غټې پېښې رامنځته شوي دي

ايران کې د مسافرو يوه الوتکه د غورځېدو له امله تباه شوې ، راپورونه وايي الوتکه کې سواره ۴۰ واړه مسافر مړه شوي دي .

د ايران د سرکاري ميډيا ترمخه دغه د مسافرو د غه وړه الوتکه نن د اتوار په ورځ سحر د ايران پلازمينې تهران سره لوئيديز کې د مهراباد نومې هوائي اډې څخه د پورته کېدو لږه شيبه وروستو نزدې علاقه کې غورځېدلې ده .

د ايران د سرکاري خبري ادارې ارنا ترمخه الوتکه کې سورو مسافرو کې اووه ماشومان هم شامل دي . راپورونه وايي الوتکه د ابادۍ په علاقه کې پرېوتې ده ، خو په زمکه د الوتکې د غورځېدو له امله د کومې مرگ ژوبلې خبر مخې ته نه راغلی .

د راپورونو ترمخه دغه الوتکه د مهراباد هوائي اډې نه طبس ښار ته روانه وه ، او وئيل کيږي د الوتکې د يو انجن فېل کېدو له کبله دغه پېښه رامنځته شوې ده .

ايران کې له دې وړاندې هم د مسافرو د الوتکو غورځېدو او نورو حادثو سره مخ کېدو يو شمېر غټې پېښې رامنځته شوي دي ، چې پکې په وروستي ځل په کال ۲۰۱۱م کې د هنگامي لينډنگ په مهال الوتکه تباه شوې او ۷۷ کسانو پکې ژوند دلاسه ورکړی وو .

په کال ۲۰۰۹م کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې الوتکه کې سواره ۱۶۸ کسان مړه شوي وو . او د هغې نه وړاندې په کال ۲۰۰۳م کې د ايران په جنوب لوئيديز کې غرونو کې يوه بله الوتکه تباه شوې او په هغې کې سواره ۳۰۲ کسانو ژوند د لاسسه ورکړی وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG