لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انټرنیټ د رائې د ازادۍ ساهه مخ په تنگیدو ده


په انټرنیټ چې کومو هیوادونو تر ټولو زیاتې پابندۍ پرځائې کړې دي د هغو په فهرست کې چین، ترکي، روس او مصر شامل دي
په انټرنیټ چې کومو هیوادونو تر ټولو زیاتې پابندۍ پرځائې کړې دي د هغو په فهرست کې چین، ترکي، روس او مصر شامل دي

که په انټرنیټ د رائې د ازادۍ د تحفظ خبره شي نو د فریډم هاوس نومې ادارې ورستی رپورټ په دې اړه څه ښه زیری نه لری. رپورټ وايي د تیرو پنځو کلونو راهسې پرله پسې په انټرنیټ د رائې د ازادۍ ساهه په تنگیدو ده.

د "فريډم ان دي نیټ ٢٠١٥" په نوم د فریډم هاوس رپورټ وايي د نړۍ په مختلفو برخو کې حکومتونو په انټرنیټ قدغنونه پرځائې کولو دپاره خپل اقدامات جاري ساتلې دي.

په انټرنیټ چې کومو هیوادونو تر ټولو زیاتې پابندۍ پرځائې کړې دي د هغو په فهرست کې چین، ترکي، روس او مصر شامل دي.

چین د فهرست په سر کې دی چې رپورټ وايي په انټرنیټ د ازادۍ خلاف يي بدترین اقدامات پورته کړې دي. په دغه گامونو کې ځېنې ویب پاڼو ته په رسائي پابندي او په انټرنیټ د رائې څرگندونکو گرفتارۍ غوندې اقدامات شامل دي. رپورټ وايي چین کې ٢٠٠ کسان په انټرنیټ د خپلې رائې د اظهار په سر گرفتار دي.

چین پسې په دویمه او دریمه درجه کې شام او ایران دي چې په انټرنیټ يي ډیر قدغنونه لگولې دي. لکه د تیرو کلونو په رنگ سعودي عرب، ویت نام او زمبابوی هم په انټرنیټ د رائې د ازادۍ په لړ کې ښه شهرت نه لري.

په مجموعي توگه د منځني ختیز ټوله سیمه په انټرنیټ د رائې د ازادۍ په حواله د نورو علاقو په مقابله کې کم ترینه ازادي لري.

پاکستان هم په انټرنیټ ځېنې پابندۍ لگولې دي. هیواد کې په ځېنې ویب پاڼو مکمله پابندي لگول شوې ده. د کال ٢٠١٢ راهسې پاکستان کې یوټیوب ممنوع دی. دا هغه ویب سائټ دی چې خلک پرې وډیوز کتلی شي او شریکولی شي. په یو ټیوب پابندي په دې تور لگول شوي چې ویب پاڼې د اسلام د سپکاوي یو فلم لگولی وو.

فریډم هاوس وايي کال ٢٠١٥ دپاره خپل رپورټ يي ٦٥ هیوادونو د څیړنې په بنیاد تیار کړی دی.

رپورټ وايي په دغه اقداماتو کې په انټرنیټ د رائې په څرگندولو پابندي، د ویب سائټونو سینسر شپ یا ویب سائټ نه ناخوښه شیان لرې کول یا ویب سائټ بندول او یا د گمنامۍ دپاره لگیدلی سافټ ویر ختمولو غوندې گامونه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG