لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پاکستان د خواست نه منلو پرسر، د فیس بک هرکلی

په پاکستان کې انټرنیټ یا سوشل میډیا باندې د ازادې او حقونو لپاره کار کونکو د حکومتي بندیزونو نه منلو پر سر د فیس بک د فیصلې هر کلی کړی.

دفیس بک انتظامیې په ډاګه کړې چې دوي د پاکستان هغه وړاندیز رد کړی چې غواړي د فیس بک نوې اکاونټ دې د موباېل ټیلیفون سره وتړل شي. څیړونکي وايي حکومت دغه غوښتنه ځکه کړې وه چې په فیس بک باندې څارنه نوره سخته کړي.

په پاکستان کې د سوشل میډیا او انټرنیټ د ازاداۍ او د دوي د کارونکو د حقونو لپاره کار کونکې یوې غیر دولتي ادارې (بولو بهي) یو مشر اسامه خلجي وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان حکومت په داسې قسمه ګامونو د هغه خلکو غږ بندول غواړي چې په سوشل میډیا د حکومت په بدو نیوکې، د خپلو حقونو غوښتنې او د حکومتي ادارو په ناکامۍ پوښتنې راپورته کوي.

ښاغلی خلجي زیاتوي ٫٫ د پاکستان حکومت وړاندې هم په سوشل میډیا یو شمیر بندیزونه لګولي، لوې مثال یې د سایبر کرایم بل دی چې یو شمیر برخې يې داسې دي چې د خلکو د وینا ازادي قبضه کوي.٬٬

د اسامه خلجي په وینا په نژدیو ورځو کې په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دفتر کې د نړۍ یو شمیر هیوادونو د (انټرنیشنل ګورنمنټس ان سول اینډ پولېټیکل راېټس) په نامه نړیوال قانون منلی. پاکستان هم دغه قانون لاس لیک کړی او ژمنه يې کړې وه چې د خپل اولس د سیاسي او بشري حقونو خیال به ساتي. خو په ټولنیزو رسنیو دا تازه بندیزونه ښايي پاکستان د دغه نړیوال قانون سرغړونه کوي.

دفیس بک ویاندې کرسټین چن وائس اف امریکه ته ویلي دپاکستان دحکومت غوښتنه یې ځکه نه ده منلې چې دا به د موباېل فون او فیس بک اکاونټ لرونکو د حقونو پرضد عمل وي.

میرمن کرسټین ویلي فیس بک به خپلو فعالینو ته د حکومت دغیرضروري اؤ دحده له تیرې مداخلې نه د تحفظ ورکولو دپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي. ویاندې ددې خبرې هم پخلی کړی چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې دفیس بک انتظامیې سره لیدلي دي اؤ په مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

(د فیس بک د دریځ په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه په ویب پاڼه په دې لنک کتلی شۍ).https://www.voadeewaradio.com/a/3943981.html

پاکستان کې دا مهال قابو ۳ کروړه اؤ ۳۰ لکه خلک دټولنیزو رسنیو ویب پاڼه فیس بک کاروي.

په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت فیس بک نه غوښتنه کړې وه چې پاکستان کې کوم خلک په فیس بک فعالیتونه کوي دهغوئ اکاوننټونه دې دهغوئ موبائیل نمبرو سره وتړل شي.

دپاکستان ټیلی کمیونیکشن چارواکو دحکومت ددغه غوښتنې مقصد په فیس د جعلي اکاوننټونو اؤ د مذهب دسپکاوي مخه نیول ښودلې ده. پاکستاني چارواکو دریځ خپل کړی ؤ چې پاکستان کې د موبائیل ټولې نمبرې وړاندې نه دبائیو میټرک یا ګوتې لګولو دنظام لاندې تصدیق شوي اؤ که فیس بک دخپلو صارفینو اکاوننټونه دغو موبائیل نمبرو سره وتړي نو دجعلي اکاوننټونو جنجال به نه ختم شي.

د اسامه خلجي سره دغه مرکه د ډیوه همکار شعیب ذاده کړې تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00

See all News Updates of the Day

د افغان طالبانو یو مهم تن محمد عمرجان اخوندزاده په کوټه ښار کې وژل شوی

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یو مهم تن او د دوی د کره کتنې د ادارې غړی مولوي محمد عمرجان اخوندزاده د بلوچستان په کوټه ښار کې په ډزو وژل شوی دی خو د وژنې ذمه واري یې لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

دیني عالم عمرجان اخوندزاده د کوټې ښار شمال لوېدیځ لور ته په «نوي کلي» نومي سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. د طالبانو مهمو مشرانو په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې په کوټه ښار او شاوخوا سیمو کې ژوند کړی دی.

د نوي کلي پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او نعمت الله خلجي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، "مولوي عمر جان صاحب له خپلې مدرسې د خپل کور لوري ته روان وو چې بېګا د شپې وژل شوی او پر سينه دوې ګولۍ لګېدلی وو".

د مولوي عمر جان د وژنې ذمه واري کوم چا نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د تېر افغان حکومت په مهال د طالبانو مشران وژل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی یو مهم کس په دې صوبه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عمرجان وژنه غندلې او دا يې "ستر جرم" بللی دی. مجاهد د جمعې په ورځ پر پخواني ټويټر اوسني ايکس پاڼه د هغه د وژنې ځای نه دی ښوولی خو ليکلي یې دي:

"د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمد عمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي".

د نوي کلي د پوليس د مشر نعمت الله خلجي په خبره د مولوي عمر جان کورنۍ د هغه د نيکه له وختونو دلته په نوي کلي کې اباده ده او دلته د «مليزي جومات» په نامه د خپل مسجد امامت یې کاوه، وايي په ياد جومات کې د هغه نيکه، پلار او اوس دی خپل امام وو.

د نوي کلي يو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې مولوي عمر جان يې له نیژدې پېژانده او د هغه په امامت کې يې د هغوی په جومات کې لمونځونه ورپسې کړي دي.

د ايس ايچ او په وينا د مولوي عمر جان د وژنې مقدمه يې د هغه د زوی فضل حنان په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده:

"د مولوي صاحب جسد افغانستان ته د هغه پلرنۍ هدیرې ته يووړل شو، هلته يې ماته کلی کور معلوم نه دی چې دوی د کوم ځای دي".

د يادې پېښې په اړه مو په کوټه کې په افغان کونسلګرۍ کې د افغان طالبانو له استازو سره د ټيليفون له لارې حال وکړ خو د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم ځواب ونه ويل شو.

د بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان شاهد رند هم د دې پېښې په اړه د وي او اې ډیوه ټیلیفون ته ځواب نه دی ويلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مهم کس وژل کیږي، د 2013م کال په دسمبر کې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران ملا نورالله هوتک او ملا عبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو.

له هغه وروسته د 2014م کال په جنورۍ کې هم په کوټه ښار کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو وژلی وو.

د مولوي عمرجان اخوندزاده د وژنې خبر په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان او د افغان طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان او پر ډیورنډ کرښه د شخړو له کبله له تېرو دوو کلونو راهيسې اړیکې ښې نه دي.

په افغانستان کې د تحريک طالبان د وسلوالو د شته والي او بيا له هغه ځايه په پاکستان کې د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پاکستان لګوي خو افغان طالبان بيا وايي چ تحريک طالبان د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او دوی دې دا ستونځه په خپلمنځي مذاکراتو حل کړي.

په بلوچستان کې ګڼو بارانونو او سېلابونو 16 تنه مړه کړي او مالي زیانونه یې اړولي

په بلوچستان کې د ګڼو باﺭانونو له کبله ﺭاغلیو سېلابونو کې په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او د آفتونو په وخت د انتظام د صوبایي ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر 16 ته ﺭسېدلی دی.

د چمن قلعه عبدالله او پشين ضلعو مرستيال کمشنرانو فوﺭي طوﺭ د جمعې او شنبې- خالي په وﺭځو په ټولو سرکاﺭي او شخصي سکولونو او کالجانو کې ﺭخصتي اعلان کړې ده ځکه چې په يادو ضلعو کې باﺭانونو او سېلابونو ﺯيات شمېر سکولونو ته هم ﺯيان اړولی دی.

د رپوټونو له مخې ﺯيات ځاني او مالي زیانونه د صوبې په سرحدي شاﺭ چمن کې اوښتي دي چې د چاﺭواکو په وينا د پنجشنبې- زیارت په ورځ شوو باﺭانونو په دې سیمه کې اووه تنه مړه کړي او تر 15 ﺯيات یې ټپیان کړي دي.

په صوبه کې کې په بیړنیو حالاتو کې د انتظام صوبایي اداﺭه پي ډي ایم اې وایي، په چمن کې د سختو باﺭانونو او سېلابونو له امله په مړو شوو اوو تنو کې پينځه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

اداره وایي دغه مرګونې پېښې د چمن په شين تالاو او ﺭنګين چوک سيمو کې شوې دي.

د چمن د مرستيال کمیشنر راجه اطهر عباس په خبره يو کرولا ډوله موټر په سېلاب کې ګير شوی او پکې سپاره يو ډﺭيوﺭ، دﺭې ښځې او دوه کوچنان سېلاب وړي دي:

"ټول د يوې کوﺭنۍ وو، يو کس، دده دوه بچیان، کوﺭوالا [مېرمن] او خوﺭکۍ او لوﺭ په موټر کې له کوټې څخه دغې سیمې ته د يوه واده دوستۍ کولو لپاﺭه ﺭا ﺭوان وو، پر ځای موجودو خلکو ډﺭایوﺭاو يوه کوچنۍ ژوندۍ وژغوﺭل خو ښځې او کوچنیان په سېلابي اوبو کې ګیر موټر څخه مړه ﺭاوايستل شول".

د چمن د مرستيال کمیشنر په وينا بله مرګونې پېښه په «ﺭنګين چوک» سيمه کې وشوه چې وایي د يوه کوﺭ د چت ﺭا پرېوتو له امله دوې ښځې مړې شوې دي‌ خو وایي له سره سره زیات شمېر کورونه نور هم نړېدلي خو شمېر يې لا معلوم نه دی.

د چمن د سرکاري ﺭوغتون يوه مشر ډاکټر ضيا خان وې او اې ډيوه ته وويل، تر نن وﺭځې پوﺭې پینځلس ټپيان ﺭوغتون ته د علاج لپاﺭه ﺭاوړل شوي دي چې وایي په هغوی کې د پینځو تنو درملنه اوس هم روانه ده.

له باﺭانونو وﺭوسته راغلیو سېلابونو په چمن ښار کې زياتره سړکونه او د بجلۍ تمبې وړې او په لوی شمېر کې کورونه نړېدلي، د انټرنيټ شبکې هم کار نه کوي، برقي نظام له تېرو دﺭو وﺭځو بند پاته دی چې خلک یې له مشکل سره مخ کړي دي.

د اوﺭګاډي پټلۍ هم له چمن ښاﺭ سره نزدې سېلابي اوبو وړې ده چې له کبله یې د کوټې چمن تر منځ ﺭېلوې تګ راتګ هم درېدلی

په چمن سرحدي ښاﺭ کې د لوی مالي ﺯيانونه په ﺭحمان کهول ﺭوډ سيمه کې شوي دي.

د چمن یو سېلاب متاثره کړی کس امان الله وایي، "له اووه اته څخه تر پینځلس پوﺭې کوﺭونه يواځې په دغه سيمه کې سيلاب وړی دي، يواځې انسانان بچاو شوي دي بل هیڅ شی نه دی بچاو شوی".

امان الله وایي دوه کاله مخکې هم پر دغه سيمه سېلاب ﺭاغلی وو او حکومت یې د سيمې سروې کړې وه خو وایي بيا یې "شی را نه کړ او نه یې مالي امداد ﺭاسره وکړ".

په بلوچستان کې له دوولسم اپريل څخه اووه تنه د تندر يا اسماني بجلۍ او دوه د چتونو د نړېدو له کبله مړه شوي وو، د چمن له نونۍ مړو سره دا شمېر شپاړس ته رسېدلی دی.

د چاراکو په وينا په تېرو څلورو ورځو کې دوه په سوﺭاب، دوه په ډېره بګټي، يو په پښين، يو د قلعه سيف الله په نسۍ، يو په چمن، یو په لوﺭالایي او په تربت کې دوه تنه د چتونو لوېدو له کبله مړه شوي دي.

د مغربي باراني هواوو نوې دويمه لړۍ له شپاړسم اپريل څخه د سمندر له لارې را داخله شوې چې بلوڅ مېشتې سيمې ګوادر، پسني او نوشکي يې زياتې اغېزمنې کړې دي.

د پسني ساحلي ښاﺭ يوه ځايي اوسيدونکې خدا بخش سعيد وي او اې ډيوه ته وويل، کوﺭونه یې له تېرو څلوﺭو وﺭځو ﺭاهیسې له اوبو ډک دي او اوس یې د کورونو کوټو ته هم اوبه ور ننوتې دي:

"دلته ﺯموږ د پوښتنې څوک نه شته، موږ بې ياﺭ و مددګاﺭ پرېښوول شوي يو، تر ټولو لویه ﺯمه داﺭي د پي ډي ايم اې ده خو هغه ﺯموږ د امداد لپاﺭه نه ده ﺭاغلې او نه یې دﺭنه مشينري ﺭالېږلې ده چې سېلابي اوبه ﺯموږ له کوﺭونو وباسي".

د پي ډي ايم اې چارواکي بيا وایي، يادو اغېزمنو سيمو ته يې مرستندوی ټيمونه رسېدلي او د مرستو چارې دوام لري چې اول خلک خوندي ځايونه ته رسوي بيا به د خلکو لومړي ضرورتونه لکه خوراک څښاک برابروي.

د ایران صدر له اسرایل سره د شخړې په حالت کې د اپرېل په 22مه پاکستان ته ځي

د پاکستان د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار منلې چې د ایران صدر به په 22م اپریل د پاکستان سفر کوي او ويلي يې دي د ایران لخوا په اسرایل د ډرون اؤ میزایلو بریدونو نه وړاندې دا سفر ترتيب شوی وو.

خارجه وزیر اسحاق ډار په ښکاره د ایران او اسرایل تر منځ‌ د روانې شخړې پحقله څه نه دي ویلي خو وایي پاکستان په منځني ختیځ کې په روانو حالاتو باندې تشویش لري.

د ایران صدر په داسې وخت پاکستان ته سفر کوي چې یوې خواته په وروستیو کې تهران او اسلام اباد د یو بل په هېوادونو کې په بریدونو سره پر یو بل وسلوالو ته د پناه ځایونو د ورکولو تورونه پورې کړي او بلې خواته د دمشق له پېښې وروسته د ایرایل او اسرایل شخړه په زیاتېدو ده.

خارجه وزیر دا هم وایي د کابل لخوا ورته د سفر بلنه ورکړی شوې ده خو لا په دې حقله په حکومتي کچه څه فیصله نه ده شوې، د پاکستان حکومت یو ځل بیا ویلي دي د ترهګرو سره به هیڅ قسمه مذاکرات نه کیږي.

څېړونکي وایي تر کومه چې په پاکستان کې امن نه وي راغلی د پاکستان حکومت دا دعوې نه شي پوره کېدی چې دلته به نور هیوادونه لکه چین او سعودي عرب سرمایه کاري وکړي.

خارجه وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ خبریالانو سره خبرو په وخت ویلي چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ورته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده اؤ پاکستان هم ګڼي چې د مسلو د هوارې د پاره خبرې وکړي خو وایي‌ د کابل سفر فیصله به وزیراعظم اؤ د نورو اجازې نه پس کیږي.

پاکستان د ډېر وخت نه دلته زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان لګوي خو افغان طالبانو حکومت دا تورونه ردوي اؤ وایي د افغانستان خاوره د بل یو هیواد پرضد کارېدو ته نه پریږدي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې بیروني سرمایه کاري د پاره ډیره ضروري ده دلته دې امن وي.

د پاکستان یو اقتصاد پوه شهریار بټ وایي‌ په پاکستان کې ترهګري په زیاتیدو ده، په خصوصي توګه بلوچستان کې د امنیت حالات ډیر خراب دي، له افغانستان سره د پاکستان تعلقات هم ټیک نه دي او له هند سره هم پاکستان تجارت نه غواړي:

"دلته توندروه فکر په زیاتیدو دی چې له وجې په ګرده نړۍ کې د پاکستان بدنامي کیږي که پاکستان غواړي دلته بهرني هیوادونه سرمایه کاري وکړي نو معاشي اصلاحاتو سره به ټولنه کې هم اصلاحات کول وي او توندروه فکر به ختمول وي".

د نړيوال تعلقاتو ماهر پروفیسر خورشید خان وایي داسې ښکاري د پاکستان مشکلات به نور هم زیات شي، ځکه چې د ده په وینا دلته تحریک طالبان اؤ داعش کاروایۍ سېوا کړې دي:

"که منځني ختیځ شخړه کې پاکستان د ایران خلاف ځي نو دلته به فرقه ییزې نښتې زیاتې شي، چین هم دلته خپلو وګړو باندې بریدونو په حقله اندیښنې لري اؤ دې له وجې پاکستان اؤ چین تعلقات هم اغېزمنېدی شي نو داسې حالاتو کې نه ښکاري چې پاکستان کې یو هیواد سرمایه کاري وکړي اؤ پاکستان ترې ګټې پورته کړي".

د سعودي عرب خارجه اؤ دفاع مرستیال وزیر سفر نه پاکستان حکومت دلته د سرمایه کارۍ په حقله خوشبینه دی خو دا سفر په داسې حال کې شوی چې د ایران او اسرایل د شخړې له کبله په مینځني ختیځ کې حالات کشیده دي او وړاندې بشام کې د چیني انجنيرانو وژنې پس دلته د بهرني سرمایه کاروانو د حفاظت پحقله هم پوښتنې پورته شوې دي.

کراچۍ: د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې - پولیس وایي دوه ترهګر یې هم وژلي

پولیس وایي د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید شوی چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي د برید نه ټول بهرني وګړي خوندي وتلي اؤ دوه ترهګر هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.

د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي طارق مستوي د جمعې په سهار بیلابیلو رسینو ته ویلي چې دا ځانمرګي برید د لاندهي په مانسهره کالونۍ کې هغه وخت شوی چې بهرني وګړي په یو ګاډی کې پورټ قاسم ته روان وؤ.

ایس ایس پي ویلي په دغه مهال په موټر سایکل ناست یو ځانمرګي تن د بهرنیانو د ګاډي تر څنګ ځان الوځولی چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

ژوبل کسانو کې دوه د بهرنیانو امینت نیوونکي اؤ یو لاروی شامل دی چې د پولیسو د وینا له مخې د علاج لپاره د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي ، د چاودنې نه وروسته ترهګرو ډزې هم کړي اؤ وایي د پولیسو په ځوابي ډزو کې بیا دوه ترهګر وژل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخواني نګران وزیر جان اچکزي په ایکس رسنۍ لیکلي چې برید د جاپانې وګړو په ګاډی شوی .

پولیس وایي په کوم ګاډي چې دا ځانمرګي برید شوی هغې کې پینځه بهرني وګړي ناست وؤ.

د پولیسو د وینا له مخې دې ځانمرګي برید کې بهرنیو وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی اؤ هغوي خوندي مقام ته رسول شوي دي.

په سمدستي توګه کراچۍ کې د ترسره شوي ځانمرګي برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې.

په نزدې ورځو کې دا د پاکستان دننه په غیرملکي وګړو دویمه ځانمرګي حمله ده.

تر دې وړاندې په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله هم ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه چینایي انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي ؤ.

ددغه برید پړه هم هیچا په غاړه نه وه اخستې اؤ ټي ټي پي ورسره تعلقي ښودلې وه.

ډېره اسماعیل خان: د وسله والو برید کې د کسټم انټیلجنس د یو افسر اؤ څلورو عسکرو په ګډون 7 کسان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خا ن سیمه کې نامعلومه وسله والو د کسټم انټیلجنس په ډله برید کړی چې پکې د یو افسر اؤ څلوروعسکرو په ګډون 7 کسان وژل شوي دي.

د ډایریکټوریټ جنرل آف انټیلیجنس اینډ انویسټي ګیشن کسټمز له لوري د خپور شوي بیان له مخې دا پېښه د زیارت - پنجشنبې په ماسپېښن د ډیره اسماعیل خان په رابن روډ ساګو سیمې سره نزدې مخې ته راغلې ده.

بیان کې ویل شوي چې دغلته نامعلومه وسله والو د کسټم په مامورینو ډزې کړي چې پکې د کسټم انټیلجنس یو افسر اؤ څلور عسکر عسکر وژل شوي.

د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د انټیلجنس افسر اسلم خان، حوالدار عنایت خان، اکبر زمان اؤ سپاهیانو افتخار عالم اؤ شهاب علي په نومونو شوې ده.

ډان ورځپاڼې لیکلي چې د وسله والو په ډزو کې یوه ماشومه هم وژل شوې اؤ یو لاروی تن ژوبل شوی ؤ چې هسپتال ته له رسول کېدو وروسته هغه هم مړ شوی دی.

پولیس چارواکو ویلي چې د کسټم وژل شوؤ مامورینو د ډیره اسماعیل اؤ کوټې تر منځ په غځېدلې لویه لاره خپل ماموریت ترسره کولو .

پولیس وایي چې وسله وال له پېښې وروسته تښتېدلي اؤ پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په امینتي ځواکونو کوم بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه وسله والې ډلې ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډا پور په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې چارواکو ته یې دې پېښه کې د ککړو وسله والو د نیولو امر کړی.

پخپل تعزیتي بیان کې وزیراعلا دا پېښه د خفګان اؤ افسوس وړ بللې ده اؤ د وژل شوؤ کسانو د کورنیو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

تر دې پېښې وړاندې هم وخت په وخت خېبر پښتونخوا صوبه کې د کسټم په مامورینو وسله وال بریدونه شوي چې د کسټم ګڼ شمیر عسکرو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی.

تېر کال په 28م هم د پېښور کلیواله سیمه متنو کې وسله والو دکسټم یا ګمرګ په مامورینو ډزې کړې وې چې پکې څلور مامورین ژوبل شوي ؤو، ددغه پېښې پړه وروسته ټي ټي‌ پي په غاړه اخستې وه.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG