لاس رسیدونکی لینک

چودهري نثار : د مذاکراتو نه د انکاري جنگيالو په ضد به جگړه کولی شي


چودهري نثار وايې ، حکومت وس هم د ټولو لمړی مذاکراتو ته ترجيح ورکوي . ولې که کومي وسله واله ډلې د مذاکراتو نه انکار کوي ، نو د هغوي په ضد به عمليات کولی شي ، هغه که هرچرته وي .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان وئيلي ، حکومت وس هم ملک کې د امن دپاره د پاکستاني طالبانو د تحريک سره مذاکراتو ته ترجيج ورکوي . ولې که کومې وسله واله ډلې د خبرو اترو نه انکار کوي ، نو د هغوي په ضد به جگړه کولی شي .


د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان وئيلي ، حکومت وس هم ملک کې د امن دپاره د پاکستاني طالبانو د تحريک سره مذاکراتو ته ترجيج ورکوي . ولې که کومې وسله واله ډلې د خبرو اترو نه انکار کوي ، نو د هغوي په ضد به جگړه کولی شي .
چودهري نثارعلي خان د اتوار په ورځ خبريالانو سره د خبرو په مهال وويل ، په ټول گونديز کانفرنس کې ټولو سياسي ډلو پرېکړه کړې وه چې طالبانو سره دې مذاکرات وکړی شي . او حکومت وس هم د ټولو لمړی مذاکراتو ته ترجيح ورکوي . ولې که کومي وسله واله ډلې د مذاکراتو نه انکار کوي ، نو د هغوي په ضد به عمليات کولی شي ، هغه که هرچرته وي .
نوموړي زياته کړه ، چې کومې ډلې حکومت سره د خبروکولو په جواب کې د مذاکراتو لار خپلوي ، نومونږ به د هغوي هرکلی کوؤ او ورسره به په پوره زمه وارۍ مذاکرات کولی شي . او که کومي ډلې د مذاکراتو جواب په گولۍ کوي ، نو هغوي ته به دغه رنگ کلک جواب ورکولی شي .
چودهري نثار وويل ، زمونږ مقصد په ټول هېواد او په خصوصي توگه قبائلي سيمو کې امن په ځائې کول دي . امن د اولس حق دی او په دغې غيرضروري جنگ کې خلکو غټې قرباني ورکړي دي . نوموړي وويل ، د جنگيالو سره خبرې کول اسان کار نه دی ولې د ځينو ډلو سره په مذاکرات خبرې روانې دي ، او دوي هيله مند دي چې د هغې نتيجې به گټورې وي .
د کورنو چارومرکزي وزير زياته کړه وخت راغلی دی چې خلک ځان د اور او وينې د دغې لوبې نه نور بچ وساتي ، ځکه چې بهرني قوتونه په دې سيمه کې دخپلو گټو دپاره دغه جنگ ختمؤل نه غواړي .
چودهرې نثار په دغه مهال دا هم وويل چې ځينې خلک طالبانو سره د مذاکراتو په خبره په حکومت نيوکې کوي ، ولې هغه وويل دغه کاراسان نه دی ، او نه د دغه مسلې يواځينې حل پوځي عمليات دي .
مسلم ليگ ن ډلې چې تېرکال د جون په مياشت کې حکومت په واک کې اخيستې دی نو دغه خبره کوي ، چې ملک کې د امن راوستو دپاره به د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات کوي . ولې تراوسه په دغې اړه کومې نتيجې مخې ته نه دي راغلي .
تيرکال د نومبر دمياشتې په لمړۍ نېټه وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان د مشرحکيم الله محسود د ډرون په بريد کې د وژل کېدو وروستو د طالبانو د تحريک نوی ټاکل شوی مشرمولوي فضل الله د وړاندې نه حکومت سره د مذاکراتو نه چوټ انکاري دی .
د حکومت لخوا طالبانو سره د مذاکراتوکولو د پرېکړې وروستوهم د ملک په بېلابيلو برخو کې د وژنو اوبمي چاؤدنو يو شمېر پېښې رامنځته شوې او دوام لري . چې پکې د اتوار په ورځ شانگله پارضلع کې د وزيراعظم مشير اميرمقام باندې بريد ، پېښور کې د عوامي نيشنل گوند د يوځايې مشر ميا مشتاق په ډزو د وژنې ، او د تېرزيارت په ورځ کراچۍ کې د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم باندې چاؤدنه کې د وژلو پېښې شامل دي .
د دغو درې واړه پېښو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې ده .
XS
SM
MD
LG