لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف : د تېر وخت د غلطو پاليسو له کبله هېواد د ترهگرۍ سره مخ دی


له بده مرغه په ۶۵ کاله کې ملک د پرمختگ په ځايې په شا تلی دی
له بده مرغه په ۶۵ کاله کې ملک د پرمختگ په ځايې په شا تلی دی
وزيراعظم ميا نوازشريف وايې د تېر وخت د غلطو پاليسو له کبله هېواد د ترهگرۍ سره مخ دی . او په ۶۵ کاله ملک د مخکې تلو په ځايې په شا تلی دی . نوموړی وايې په يو دوه ورځو کې به حکومتي مذاکراتي کميټي د طالبانو د شورا سره وويني .
د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف نن د اتوار په ورځ پينډۍ ښار کې د پينډۍ او پلازمينې اسلام اباد ترمينځ د ميټرو بس د سروس شورو کولو د پرانستې د دستورې په مهال ووئيل ، د حکومت لخوا طالبانوسره د مذاکراتو دپاره جوړه کميټي به په يو دوه ورځو کې د طالبانو د شورا سره وويني ، اونوموړي د دواړه فريقو يو بل سره د گټورو خبرو هيله څرگند کړه .
د خالي په ورځ د حکومتي او طالبانو د مذاکراتي کميټو ترمينځ په ملاقات کې د امن خبرو د راتلونکي پړاؤ دپاره د ځايې په ټاکلو اتفاق شوی دی . او د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا سميع الحق وئيلي ؤ ، د حکومت مذاکراتي کميټي به ډېر زر طالبانو سره نېغ په نيغه مذاکرات وکړي .
وزيراعظم نوازشريف خپله وينا کې ووئيل په تېرو وختونو کې د غلطو پاليسو له کبله نن هېواد د ترهگرۍ ښکار دی . او مونږ د مارشل لا په دور کې دغلطوپاليسو د نتيجو سره مخ يو .
نوموړي زياته کړه له بده مرغه په ۶۵ کاله کې ملک د پرمختگ په ځايې په شا تلی دی ، په ملک کې نه بجلي شتی او نه گېس ، مرگ ژوبلو ، ترهگرۍ او د جهالت تيرو په هېواد کې ډېرې اچولي دي .
وزيراعظم په دغه مهال دا هم ووئيل چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په ملک کې د اولس د گټې دپاره کومه غټه منصوبه نه ده پېل کړی شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG