لاس رسیدونکی لینک

د انډونیشیا د بې درکه جهاز مړي، ملبه وموندلی شو


د مړو د موندل کیدو نه لږ وخت وړاندې د جهاز ملبه ولیدلی شوه چې پکې نارنجي رنگ کې لائیف جیکټ، د مسافرو بیگونه او د جهاز سپین او سور رنگ کې بیړنۍ دروازه شامله وه

د ائیر ایشیا د مسافرو جهاز چې د انډونیشیا سورابایا ښار نه سنگاپور ته پرواز په دوران بې درکه شوی وو، د ۴٠ مسافرو مړي او ملبه يي سمندر کې موندلی شوي ده.

د نهې په سه شنبې په ورځ د ځائې ټیلې وژن په تصویرانو کې لیدلی کیدل چې هیلې کاپټرو انډونیشیا د ساحل نه ١٦٠ کلومیټره لرې جاوا سمندر نه مړی راویستل.

د جهاز د مسافرو خپل خپلوان د مړو تصویران په لیدول په اوښکو سره شول. د سمندر نه راویستل شو وو مړ کې چا هم لائف جیکټونه نه وو اغوستي چې د جهاز د غورځیدو په صورت کې عمله وايي چې اغوستل يي ضروري وي چې دا رنگ ژوندي کسان اوبو کې د لاهو کیدو نه بچ شي.

لمنر د غورځیدو پورې امدادي کارکونکو سمندر نه تر ۴٠ پورې مړي راویستلې وو. خو په مسافرو او یا د جهاز په عمله کې د چا د ژوندې پاتې کیدو په هکله څه رپورټونه نه وو راغلي.

د مړو د موندل کیدو نه لږ وخت وړاندې د جهاز ملبه ولیدلی شوه چې پکې نارنجي رنگ کې لائیف جیکټ، د مسافرو بیگونه او د جهاز سپین او سور رنگ کې بیړنۍ دروازه شامله وه.

د غورځیدلې جهاز کمپنۍ ائیر ایشیا د نهې یا سه شنبې په ورځ ناوخته یو بیان کې تصدیق وکړو چې موندلی شوي ملبه د ائیرایشیا د بې درکه شوي جهاز ده. پرواز د انډونیشیا سورابایا ښار نه سنگاپور ته روان وو. د کپمنۍ مشر ټوني فرنینډز ویلي د جهاز د غورځیدو خبر په سخت خفگان اخته کړی دی او الفاظ نه لري چې د مړو خلکو کورنیو سره غمرازي وکړي.

جهاز کې یو سل او یو کم پنځوس د انډونیشیا شهریان، یو د برطانيي، یو د ملیشیا، او یو کس د سنگارپور وو. د عملې شپږ غړي د انډونیشیا وو او یو پائلټ فرانسوي وو.

XS
SM
MD
LG