لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انډونیشیا یو عدالت د جکارته گورنر ته د مذهب د سپکاوي په سر دوه کاله د قید سزا اورولې ده


د انډونیشیا یو عدالت د جکارته گورنر ته د مذهب د سپکاوي په سر دوه کاله د قید سزا اورولې ده

د انډونیشیا یو عدالت د مذ هب د سپکاوي په تور د جکارته ګورنر یا والي ته دوه کاله دقید سزا اورولي ده.

پرونامه اهوک باندي چې په مذهب عیسایي دی، تور لګولي شوي وو چي تیر کال هغه دخپل انتخابي مهم په وخت یو وډیو کښې دقرآن شریف د یو آیت حواله ورکړي وه او ویلي يي وو چي مسلمانان غیر مسلمه ته ووټ ورکولې شي.

خو ځیني مسلمانانو دهغه دغه بیان د مذهب سپکاوی وگڼلو. ګورنر ته د سزا په اړه یو قهرجن احتجاج کونکي دیدن دیني وایي "ځما په خیال دوه کاله سزا ډیره لږه ده، په نسبت د هغه قربانو چي مسلمانانو ورکړي او هغه درد چي په دي جرم مسلمانانو رسدلې او دهغوي یو والي او ته یې زیان رسولې."

هرڅوک د دي فیصلي ملاتړي نه وو. په دغه خلکو کې یو تن اندري میکل وو چې وې ویل "زه ډیر زیات خفه شوم ته څنګه هغه جیل ته لیږې دیو داسي جرم لپاره چي هغه نه دي کړې. سرکاري وکیل هم مني چي هغه تورن نه دي، خو وس جج وایی چی هغه مجرم دي. آیا جج د فیصله د مسلمان ګوندونو په یره کي کړي؟"

په کال ٢٠١۴ کښې دجوکو د صدر ټا کلو روسته د پرونامه د جکارته ګورنر وټاکلی شو.

دتور لګولو ورسته د پرونامه ملاتړ کې ښکاره کمې راغلې، او تیر میاشت هغه دپخواني وزیرتعلیم انیس سیدوان په سیالي کې الیکشن هم بیللې وو.

پرونامه به په اکتوبر میاشت کې د ګورنر څوکې پرکیدي. خو هغه عدالت ته د رخاست هم ورکړي چي دي فیصله ته بیا کتنه وکړي.

په انډونیشیا کښې ٨٧ فیصده مسلمانان ژوند کوي خو دهغوي حکومت سیکولر دی او شپږ نور مذهبونو ته تحفظ ورکوي هلته اسلام ته ځانګړي حثیت نه دي حاصل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG