لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې د ټولټاکنو لمړی پړاؤ نن پېل شو


په هند کې ۸۱ کروړه او ۵۰ لاکهه کسان د ووټونو ورکولو جوگه دي ، او له دې سببه د هند د ټولټاکنو عمل ته د نړۍ تر ټولو لويې د ټاکنو عمل وئيلی شي .
په هند کې ۸۱ کروړه او ۵۰ لاکهه کسان د ووټونو ورکولو جوگه دي ، او له دې سببه د هند د ټولټاکنو عمل ته د نړۍ تر ټولو لويې د ټاکنو عمل وئيلی شي .
د نړۍ تر ټولو لويه جمهوريه هند کې نن د گل د ورځې څخه د کال ۲۰۱۴م د ټولټاکنو د عمل پېل وشو ، او دغه عمل به په پينځه اوونو او نهو مرحلو کې سرته ورسي او د روان کال د مئ په ۱۶م به د ووټونو د شمېرې څخه وروستو د نتيجو اعلان کولی شي .
د راپورونو ترمخه هند کې نن د گل د ورځې څخه د ټولټاکنو پېل د لانديني ايوان لوک سبها دپاره د آسام رياست په شپږو نشستونو باندې سيالۍ روانې دي .
راپورونه وايې آسام کې بېلتون خوښي تنظيم الفا دې ځل له په ټولټاکنو کې نه خو خلکو ته د رائې اچولو څخه د بائيکاټ وئيلي او نه يې د کومې ډلې په ضد بيان ورکړی دی .
په هند کې ۸۱ کروړه او ۵۰ لاکهه کسان د ووټونو ورکولو جوگه دي ، او له دې سببه د هند د ټولټاکنو عمل ته د نړۍ تر ټولو لويې د ټاکنو عمل وئيلی شي .
هندي ټولټاکنو کې اليکټرونک يا برېښنايې مشينان کارول کيږي ، رائې په مشين اچول کيږي او په لمړي ځل رائي ورکوؤنکو ته د کوم کانديد د ناخوښۍ واک ورکړی شوی او هغه د کانديد د ناخوښۍ بټن وهلی شي .
د هند د لاندينی ايوان لوک سبها ۵۴۳ سيټونه دي ، اود حکومت جوړولو دپاره کومې پارټۍ يا اتحاد ته ۲۷۲ سيټونه گټل پکار دي .
د هند په ټولټاکنو کې دوه لويې سياسۍ پارټۍ انډين نيشنل کانگرس او بهارتي جنتا پارټي يو بل ته مخامخ دي ، او درېم لويې سياسي قوت عام ادمي پارټي گڼل کيږي .
دهندي چارواکو په وينا د ټولټاکنو په مهال د امنيت ټينگ ساتلو په موخه کلک حفاظتي گامونه پورته کړی شوي ، او وئيل کيږي په لاکهونو پوځيان به د امنيت دپاره ځايې په ځائي کولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG