لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا لخوا د حزب المجادین ټرهګر ګڼل د هند لپاره ستره ګټه ده


هند ددې میاشتې په پېل کې پر پاکستان خپله ستره سیاسي ګټه هغه مهال ترلاسه کړه کله چې امریکا په هندي کشمیر کې د هند د واک پرخلاف تر ټولو لویه جګړه کونکې ډله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه وه نوموله.

د هندوستان لپاره په حزب المجاهدین باندې د ترهګرې ډلې ټاپه لګېدل دا ثابتوي چې مسلمان اورپکي له پاکستان څخه د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته د ترهګرۍ لپاره اوړي خو پاکستان دغه تورونه نه مني.

حزب المجاهدین ډله په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال جوړه شوې وه کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر نارامه وه.

امریکا په تیر جون میاشت کې ددغې ډلې مشر او بنسټګر سید صلاح الدین د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې اچولی.

هندوستان وايي نوموړي ته د ترهګر نوم ورکول به اوس د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د واشنګټن او نوي ډلي ګډې هڅې ګړندۍ کړي.

نوی ډلي په حزب المجاهدین او ورسره نورو ترهګرو ډلو باندې تور لګوي چې د جوړیدو راهیسې یې په زرګونو کسان وژلي دي.

په نوي ډلي کې د شخړو د تنظیم د انسټیټیوټ مشر اجې سهني وویل یادې ترهګرې ډلې په مسلسله توګه په ملکي کسانو باندې بریدونه کوي او ملکي کسان وژني.

دی زیاتوي چې ددغو ترهګرو پېښو او د هغو په واسطه د ملکي وژل شویو کسانو یو لوی ډېټابیس شته چې له همدې امله امریکا پرې د ترهګرې ډلې نوم کېښوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او صلاح الدین چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه د باندې فعالیت کوي دواړو په یادې ډلې باندې د ترهګرۍ ټاپه لګول رد کړیدي او دا یې یو غیر عادلانه اقدام ګڼلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي چې پاکستان او هندوستان د تیرو ۷۰ کلونو راهیسې د کشمیر پرسر لانجه لري او د ملګروملتونو د امنیت د شورا لخوا پدې برخه کې جوړه شوې طرحه د لسیزو راهیسې نه عملي کیږي.

پاکستاني چارواکي او کشمیري مشران په سیمه کې دغه وسلوال بغاوت د سیمې د خلکو قانوني حق ګڼي تر څو کشمیر د هند له ولکې څخه ازاد کړي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رویش کومار د پاکستان دغه دلیلونه ردوي او زیاتوي چې مونږ ټول پدې پوهیږو چې دوی په جمو او کشمیر کې څه ډول ترهګر فعالیتونه ترسره کړيدي او پدې اړه د پاکستان بیان ډیر عجیبه ښکاري.

څیړونکي وايي د حزب المجادین ډلې ترهګر ګرځول د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا یو مهم ستر ګام ګڼل کیږي او له دې څرګندیږي چې د ټرمپ اداره غواړي په سیاسي او ډپلوماټیکه توګه ځان له هند سره نږدې کړي.

د پاکستان نورې اورپکې ډلې لکه لشکر طیبه، جماعت الدعوه او جیش محمد هم د حزب المجاهدین ډلې ملاتړ کوي او له هند سره په پوله باندې بریدونو کې برخه اخلي.

ددې ترڅنګ یادې ډلې په کشمیر کې د جهاد په نامه په ټول پاکستان کې پیسې هم راټولوي.

نوی ډلي د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان په استخباراتي ادارې باندې تور لګوي چې د هند په وړاندې د جنګېدونکو ترهګرو ملاتړ کوي او له اسلام اباد څخه یې غوښتي دي چې د هند په وړاندې دې دغه له تاوتریخوالي څخه ډګ کمپاین ودروي.

پاکستان له یادو ډلو سره د هر ډول مادي مرستو ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې یواځې د ملګروملتونو سره د شوې ژمنې له مخې د کشمیریانو د ازادۍ غوښتنې له اواز څخه سیاسي، اخلاقي او ډپلوماټیک ملاتړ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG