لاس رسیدونکی لینک

نوي دلې کې پولیس ١٠٠ تبتیان نیولې


د تبت زیاتره وگړي چین په حکومت تور لگوي چې د دوي مذهب او کلتور پرضد يي کمپائن شروع کړې دی خو د چین حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د تبت وگړي مکمل مذهبي ازادي لري

د هندوستان پولیس نوي دلې کې د چین سفارتخانې سره نزدې شا او خوا ١٠٠ تبتیان مظاهره کونکې نیولې دي چې په کال ١٩٥٩ چین خلاف د ناکامه بغاوت په مناسبت يي احتجاج کولو.

مظاهره کونکو په لاسونو کې بیرغونه نیولې وو او د بشري حقونو او د تبت ازادۍ په حق کې يي نعرې وهلې. پولیسو مظاهره چیان د سفارتخانې د مخې نه لرې کړو او بسونو کې يي کښېنول خو دوي بیا هم نعرې وهلې.

نن په تبت کې د چین پرضد د بغاوت ٥٦مه کلیزه نمانځلی کیږي. د دې بغاوت وروسته د تبت روحاني مشر دلائي لامه هندوستان کې پناه واخیسته په جلا وطنۍ کې يي په دهرم سالا کې يي خپل حکومت جوړ کړو چرته چې د نهې په ورځ په زرگونو تبتیانو په یو لاریون یا مارچ کې برخه واخېسته.

د تبت زیاتره وگړي چین په حکومت تور لگوي چې د دوي مذهب او کلتور پرضد يي کمپائن شروع کړې دی خو د چین حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د تبت وگړي مکمل مذهبي ازادي لري.
د کال ٢٠٠٩ راهسې د چین واک پرضد احتجاج په توگه ١٣٠ تبتیانو خپل ځان سوزولې دي.

XS
SM
MD
LG