لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د لکهوي د خوشي کېدو په حکم احتجاج کړی


دممبۍ حملو کې دغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى
دممبۍ حملو کې دغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى

هندوستان د پاکستان د یو عدالت لخوا په ممبۍ ترهګر حملو کې تورن ذکي الرحمان لکهوي د خوشي کولو په فېصله باندې سخت غبرګون څرګند کړې. او د هند خارجه وزارت په نوي ډېلي کې د پاکستان هاېي کمشنر راغوښتې او د لکهوي د خوشې کولو په فېصله ېې ورته سخت احتجاج کړی.

د هند د کورنو چارو وزارت په یو بیان کې وېلي د پاکستان حکومت ذمه واري جوړیږي د ذکي الرحمان لکهوي د جېل نه وتو مخه نېولو لپاره ټول قانوني ګامونه پورته کړي.

دهند لخوا دغه احتجاج پداسې محال شوی چې نن دپاکستان يو عدالتدممبۍ ترهګر حملو شکمن منصوبه جوړونکيذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ دختمولو حکم کړى دى.

تيرکالپه ١٨م دسمبردترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالتدملزم ذکي الرحمان لکهويپه ضمانت دخوشې کولو امر کړى ؤ خو داسلام اباد انتظاميېدامن وامان دصورتحال دخرابيدو دانديښنېدقانون لاندې هغه نظربند کړى ؤ چې پکېدوه ځلهديوې ، يوې مياشتې پراختيا راوستل شوې وه.

دجمعې په ورځداسلام اباد هائيکورټ وفاقي حکومت ته امر کړى چېکه چرې دملزم خلاف کومه بله مقدمه نۀ وي نو هغې دېپريښودل شي.

ذکي الرحمان لکهوي کال ٢٠٠٨م کې دهند اقتصادي مرکزممبۍ کېدترسره شوؤ ترهه گريزو حملودمنصوبه بندۍتور کېدنوروشپږو کسانوسره کال ٢٠٠٩م کېپاکستان کې نيول شوى ؤ.

تيرکال ددسمبر په مياشت کېهغه اسلام اباد کېشپږ کاله دمخهدتښتول شوي يو تنپه مقدمه کې هم نيول شوى ؤ خودغه مقدمه کې هم لکهوي تهضمانت ترلاسه شوى دى.

دممبۍ حملو کېدغيرملکيانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ هند ددغو حملوتور پاکستان کې په موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه لگولى دى.

دذکي الرحمان لکهويدممبۍ حملو کيس کېپه ضمانت دخوشې کيدو دحکم مخې ته دراتللو څخه وروستو هند په دې سخت ردعمل ښودلى ؤ اؤ دپاکستان حکومتدترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت له لوري دلکهوي په ضمانت دخوشې کولوخلاف عدالت کې خواست جمع کړى.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG