لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمیر کې احتجاجونه او د ووټونو کمه شرح


د کشمیر بیلې بیلې برخې د پاکستان او هندوستان د کشمیر په قبضه کې دي خو دواړه د ټولې سېمې د ملکیت دعوې کوي. کشمیر لائن اف کنټرول کرښې ویشلی دی
د کشمیر بیلې بیلې برخې د پاکستان او هندوستان د کشمیر په قبضه کې دي خو دواړه د ټولې سېمې د ملکیت دعوې کوي. کشمیر لائن اف کنټرول کرښې ویشلی دی
د هندوستان د ولکې د لاندې کشمیر کې بیلتون غوښتونکو ډلو هندوستان د انتخاباتو نه د بائیکاټ اعلان په نتیجه کې د لانجمنې سېمې په ځېنې برخو کې احتجاجونه شوي دي او د ووټ اچونې شرح هم کمه وه.
د ووټونو په دریمه ورځ، د شورو په ورځ، باره مولا کې مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو کاڼې وو ورول او هم په باره مولا ضلعه کې په یو پولنگ سټیشن کې د بم چاودیدو په نتیجه کې رپورټونه وايي یو عسکر زخمي شو.
بیلتون خوښو د هندوستان د پارلیمنټ دپاره کیدونکو انتخاباتو نه د بائیکاټ اعلان کړی دی او اټکل کیږي چې د ووټ اچونې شرح به تر د ٢٠ فیصده پورې ټیټه وي. انتخابات به په پنځو هفتو کې سرته وو رسولی شي.
هندي کشمیر کې انتخابات د تشدد ښکار شوي دي. په بیلتون خوښو الزام لگول شوی چې خلک ووټونو نه د ودرولو دپاره يي یو ځائې مشر وژلی دی.
د عیني شاهدینو د وینا ترمخه په سوپور او بانډې پوره کې د شورو په ورځ احتجاج کونکو د کلې خلک پولنگ سټیشنو ته د تلو نه ودرولې وو او په پولنگ سټیشنو د مظاهره چیانو په حملو کې څلور عسکر زخمیان شوي دي.
د کشمیر بیلې بیلې برخې د پاکستان او هندوستان د کشمیر په قبضه کې دي خو دواړه د ټولې سېمې د ملکیت دعوې کوي. کشمیر لائن اف کنټرول کرښې ویشلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG