لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان،ایران او هند چابهارباندې تړون کوي


Chabahar Port of Iran
Chabahar Port of Iran

د افغانستان د صدرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ آشنا ته ویلي د چابهار بندر دافغانستان، ایران او هند لپاره ډیر اهمیت لري او تړون به درې واڼو هیوادونو ته دتجارت مد کې ډیرې گټې اورسوي.

ایراني چارواکي وایي د گل په ورځ به ایران، افغانستان او هند په تهران کې د چابهار بندر څخه تجارتي گټو پورته کولولپاره یو ټړون لاسلیک کوي.

د افغانستان د صدرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ آشنا ته ویلي د چابهار بندر دافغانستان، ایران او هند لپاره ډیر اهمیت لري او تړون به درې واڼو هیوادونو ته دتجارت مد کې ډیرې گټې اورسوي.

د ایشیا ارام سمندرسیاسي چارو لپاره د ایران خارجه وزارت مرستیال ابراهیم رحیم پوروايي په دې لړ کښې به د هند وریراعظم نریندرا مودي،ا فغان صدر اشرف غني او دایران صدر حسن روحاني دغه منصوبه (ټرانسپورټي او تجارتي لارې تړون )لاس لیک کوي.

په سټراټیجیکي توګه دایران چابهار بندر دپاکستان گوادر پورټ نه یواځې 60 کلو میټره لرې دی. دچین په مرسته د گوادر بندرپه جوړولو داوخت کار روان دې او چین په دې لړ کې په پاکستان کې 46 اربه ډالره سرمایه کاري کوي.

پینټاگان خپل کلیزرپورټ کې وېلي دي امکان دې پاکستان د(کمیونسټ) چین دسمندري پوځ اډه جوړه شي.

هند وايی دایران په چابهار بندر که به په ابتدايي پړاو کې 200 میلینه ډالره مصرف کوي.

دیادونې وړده د پاکستان دوریراعظم خارجه چارو سلاکار سرتاج روانه اونۍ وېلي وو امریکه غواړي په سیمه کې هند د چین په مقابله کې اودروي. ایران او هند کال 2003 م کې دچابهار بندر په ترقۍ رضا شوي وو خو په ایران دنړیوالو بندیزونو له امله دغه منصوبه دځنډ ښکار شوې وه.

ددرې اړه خیزه هیوادونو ترمنځه دتجارتي تړون له وجې به د هند مالونه په اسانه افغانستان او بیا مینځنۍ اسیا ته وړل کیدې شي.

دهند او پاکستان ترمینځه په اړیکو کې دتاو تریخوالي له امله تجارت لپاره دایران چابهار بندرنه هند په لو یه کچه دګټو پورته کولو پلان لري اودهند خارجه وزارت یوچارواکي گوپال باگلۍ وايي دغه پلان به ممکنه کړي چې هندي مالونه اسیايي هیوادونو ته اورسي.

افغانستان دپاکستان نه زیاتره دا ګیلې کوي چې کاروباریانو ته ېي په پاکستان کې چارواکي ستونزې جوړوي اوټرانسپورټرانو ته ېي هند ته دمالونو اړولو اجازه هم نه ورکړې کیږي. افغانستان په وروستیو کې دا دړکه هم کړې وه که پاکستان ېي دکاروباریانو ستو نزې هوارې نه کړې نو دتجارت مهمه موقع به دلاسه ورکړي او افغانستان به خپل تجارت چابهار بندر ته واړوي. څیړونکي وايي دا امکان شته چې دچابهار بندر په وجه دپاکستان دلارې افغانستان ته د ټرانزټ کچه ټیټه شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG