لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

١٥ اگست، د هندوستان د ازادۍ ورځ


د هیواد د ازادۍ ٧٠ یمې دستورې ته وینا کې د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي ژمنه کړې ده چې بډې رشوتونه به ختموي او په هیواد کې مذهبي برداشت ته به وده ورکوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ازادۍ د ورځې په مناسبت، د دلي په لال قلعه کې غونډې ته وینا کې نرندره مودي د خپلې هغه فیصلې دفاع هم وکړه چې د کرنسې لوې نوټونه يي بند کړي دي. هغه وویل ددغه فیصلې په نتیجه کې ۴٦ ارب ډالرې چې په غیرقانوني توگه خلک پټې ساتل وې بهر راوتلې.

وزیراعظم مودي په هندوانو او په مسلمانانو د سخت دریځه هندوانو د حملو غندنه وکړه. په مسلمانانو زیاتره حملې د غوا غوښه خوړلو په سر شوي دي. هندوان غوا مقدسه گڼي.

هندي وزیراعظم وویل چې د هیواد ځواکونه د وطن دفاع په هر میدان کې کولی شي، که دا سمندر دی، که ځمکه او کې خلا. نرندره مودي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د تیرو دوو میاشتو راهسې د هند او چین ترمنځ د همالیه په سیمه کې د سرحد په سر شخړه دوام لري.

نرندره مودي د کشمیر په مسله د مفاهمت په لحجه کې خبرې وکړې او وې ویل "دا د گولو او د زورزیاتي" نه غوره لار ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG