لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وسلې په اخستونکو هېوادونو کې هند په لمړي او پاکستان په درېم نمبر دی


پاکستان د چين نه ۴۲ جی اېف تهنډر لړاکا الوتکې اخستي او د دغه ډول نورو ۱۰۰الوتکو د ترلاسه کولو ارډر يې ورکړی دی
پاکستان د چين نه ۴۲ جی اېف تهنډر لړاکا الوتکې اخستي او د دغه ډول نورو ۱۰۰الوتکو د ترلاسه کولو ارډر يې ورکړی دی
د سويډن يوې څيړنيزې ادارې اسټاک هوم انټرنيشنل پيس ريسرچ انسټيټوټ (سپري ) وئيلي هند په نړۍ کې د وسلې تر ټولو لويې اخستونکی هېواد دی . او د چين او پاکستان يو په درې هومره وسله يې په تېر پينځه کاله کې د بهر نه اخستې ده .
څيړنيزې ادارې سپري د خالي په ورځ د نړۍ په کچه د وسلې د اخستو خرڅولو په اړه جاري کړي خپل کاليزرپورټ کې وئيلي ، چې د کال ۲۰۰۴م نه تر۲۰۰۸م پورې مودې په پرتله د کال ۲۰۰۹ م تر ۲۰۱۳م پورې پينځه کاله موده کې د هند لخوا د وسلې په اخستو کې ۱۱۱ فيصده اضافه شوې چې پکې ۷۵ فيصده وسله يې د روس څخه اخستې ده .
او دغه رنگ هند د وسلې د اخستونکو په دوهم او درېم نمبر هېوادونو چين او پاکستان څخه يو په درې زياته وسله اخستې ده .
د سپري د رپورټ ترمخه په تېر پينځه کاله کې په نړيواله کچه د وسلې اخستو، خرڅولو کې ۱۴ فيصده اضافه ريکارډ شوې ، او امريکه ، روس ، جرمني ، چين او فرانس د وسلې خرڅولو پينځه لوئي هيوادونه دي .
رپورټ زياتوي د کال ۲۰۰۴م او ۲۰۰۸م په مينځنۍ موده کې چين په نړۍ کې د وسلې په اخستو کې په لمړۍ نمبر ؤ ، ولې وس چين کې د خپلې وسلې په پېدوار کې زياتوالی شوی ځکه د بهر نه يې د وسلې اخستل کم کړي دي .
د څيړنيزې ادارې په وينا په تېر پينځه کاله کې د پاکستان لخوا د بهر نه د وسلې اخستو په مد کې ۱۱۹ فيصده اضافه شوې ، او پاکستان ۵۴ فيصده وسله د چين نه او ۲۷ فيصده وسله د امريکې نه اخستې ده .
سپري وايي په گرده نړۍ کې ۴۷ فيصده وسله په ايشيايې هېوادونو کې اخستل شوې او خرڅه شوې ده ، او په ورستو کلونو کې امريکې د ايشيايې هېوادونو سره دفاعي اړيکې هم غزولي دي .
د څيړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه په تېر پينځه کاله کې پاکستان او هند په خپل فضائي قوت په غټه کچه سرمايه خرڅ کړې ده .
رپورټ وايې هند د روس نه ۲۲۲ لړاکا الوتکې اخستې ، چې پکې ۹۰ اېس يو ، ۳۰ اېم کی ، ۲۷ اېم ائي جي ، او ۲۹ کی لړاکا الوتکې شاملي دي .دغه رنگ چين د فرانس نه مېراج او د روس نه نورې لړاکا الوتکې هم اخلي .
رپورټ کې وئيل شوي پاکستان د چين نه ۴۲ جی اېف تهنډر لړاکا الوتکې اخستي او د دغه ډول نورو ۱۰۰الوتکو د ترلاسه کولو ارډر يې ورکړی دی .
دغه رنگ پاکستان د امريکې نه ۱۸ اېف سوله الوتکې هم اخستي او د اردن ته يې د ۱۳ استعمال شوؤ اېف سوله الوتکو ارډر ورکړی دی .
رپورټ وايې دا ځل هم امريکه د وسلې په خرڅولو کې په لمړي نمبر او روس په دوهم نمبر راغلی دی ، نړۍ کې په خرڅه شوې وسله کې امريکې ۲۹ فيصده او روس ۲۷ فيصده وسله خرڅه کړې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG