د صحافت د ازادۍ او خبریالانو د تحفظ دپاره کارکونکې یوه نړي واله اداره وايي هندوستان د تشدد سره مخامخ صحافیانو په تحفظ کې د ناکامۍ ښکار دی چې په نتیجه کې يي هغه خبریالانو دپاره مشکلات راولاړیږي څوک چې بډې رشوتونه ښکاره کوي.
د گل، دوشنبې، په ورځ شائع شوي خپل رپورټ کې کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس یا سي پي جی وايي د کال ١٩٩٢ راهسې په هندوستان کې ٢٧ خبریالان وژل شوي دي.
"ددې په نتیجه کې پریس دپاره د مشکلاتو فضا جوړه شوي ده، په خصوصي توگه په وړو ښارونو کې د هغه صحافیانو دپاره څوک چې د بډو رشوتونو خبرونه ورکوي. هغوي په اسانه د حملې ښکار کیدی شي او کله چې ورته دړکه ورکړی شي او یا وژل کیږي نو قانونیت يي هم د پوښتنو دلاندې راوستلی شي،" سي پي جی وايي.
په نیویارک کې مشیته دا غیر حکومتي اداره وايي په تیرو لسو کلونو کې یواځې یو کس د یو خبریال د قتل په سر مجرم ټاکل شوی دی خو دغه مشکوک کس هم په اپیل بیا ازاد کړی شو.
سي پي جی وايي که چرې عدالت د مقدمو اورونه کوي هم نو دغه مقدمې په عدالتونو کې د مقدمو د زیاتې شمیرې په وجه د ځنډ ښکار کیږي.
د ۴٢ پاڼو په رپورټ کې د دریو خبریالانو قتل ته په خصوصي توگه کتنه شوي ده. ویل کیږي اکشی سنگ، جاگندره سنگ او امیش راجپوت په داسې حال کې وژل شوي دي چې د ادارې فساد او د بډو رشوتونو په اړه يي تحقیقات کړي وو.
په نوي دلي کې د پریس کلب صدر راهول جلالي ایسوسي ایټډ پریس خبري ادارې ته ویلي په ټول هیواد کې پریس کلبونه د بهتر قوانینو او د تحفظ غوښتنه کوي. هغه وايي صحافیانو د حکومت، نشریاتي ادارو او د مقامي کاروباري ادارو لخوا د فشار سره مخامخ دي.
د رپورټ په اخیره کې سي پي جی د هندوستان حکومت ته دا تجویزونه ورکړې دي چې په ډاگه دې د خبریالانو د وژل کیدو غندنه وکړي، د نورو قامونونه دي ذدکړه وکړي، خبریالانو د تحفظ دپاره دې اقدامات پورته کړي او په صحافت او د رای په ازادۍ کیدونکو حمول تحقیقات دې وکړي.
"په هندوستان کې یو حکومت هم د رای د ازادۍ چمپین نه دی پاتې شوی،" سي پي جی وايي.