لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند : اسام کې د تشدد په پېښو کې ۲۹ مسلمانان وژل شوي


د چارواکو په وينا سيمه کې د تشدد د پېښو رامنځته کيدو وروستو پوځ ځايې په ځائي کړی او کرفيو لگلول شوې ده .
د چارواکو په وينا سيمه کې د تشدد د پېښو رامنځته کيدو وروستو پوځ ځايې په ځائي کړی او کرفيو لگلول شوې ده .
د هند په شمال ختيز رياست اسام کې په دوه ورځو کې د تشدد په پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي ، او چارواکو وئيلي وژل شوي ټول کسان بنگالي مسلمانان دي . د دغو کسانو د وژنې تورد بوډو قبائيلو په باغيانو دی .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د اسام په په کوکراجار او بوسکا سيمو کې دغه پېښې د جمعې د ماښام څخه پيل شوي دي . او نن د خالي په ورځ د اووه نورو مړو ترلاسه کيدو د تشدد په پېښو کې د وژل شوؤ شميره ۲۹ ته رسيدلي ده .
د سيمي د پوليس مشر ايل ار بيشنويې وئيلي وژل شوؤ کسانو کې د اته زنانوؤ په گډون ماشومان هم شامل دي .
د چارواکو په وينا سيمه کې د تشدد د پېښو رامنځته کيدو وروستو پوځ ځايې په ځائي کړی او کرفيو لگلول شوې ده .
د راپورونو ترمخه د بوډو قبائيلو باغيان تور پورې کوي ، چې د بنگال نه مسلمانان په غيرقانوني توگه دغې سيمې ته راغلي دي .
راپورونه وايې سيمه کې د مسلمانانو کورونه سوځول شوي او په عامو وگړو د بوډو د باغي وسله والو لخوا ډزې شوي دي ، او د دغو کسانو تعلق د نيشنل ډيموکريټک اف بوډو لينډ نومې ډلې سره دی .
د راپورونو ترمخه په سيمه کې د مسلمانانو او بوډو قبائيلو ترمينځ دغه رنگ زياتره پېښېې د زمکو په سر هم رامنځته کيږي .
اسام کې دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي دي ، چې هيواد کې د ټاکنو په مهال د چارواکو لخوا د امنيت د کلکو گامونو پورته کېدو ادعاوې شوې وې .
له دې وړاندې هم په دغه سيمه کې په کال ۲۰۱۲م د مسلمانانو او بوډو قبيلې ترمينځ د تشدد څخه ډکې نښتې شوې وې ، او په هغې کې نزدې ۱۰۰ کسان وژل شوي وو ، او په وژل شوؤ کې زياتره شميره د مسلمانانو ښودل شوې وه .
وئيل کيږي د هند په اسام کې د کال ۲۰۱۲م وروستو د تشدد دا غټې پېښې دي ، چې په دوه ورځو کې پکې ۲۹ کسان وژل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG