لاس رسیدونکی لینک

هند د چابهار له لیارې افغانستان ته نور غنم هم لېږي


د هند وزیراعظم نرندره مودي او د افغانستان صدر اشرف غني

هند وايي په پام کې لري چې د چابهار د بندر له لیارې د جنورۍ تر وروستیو پورې افغانستان ته اوه جوپې نور غنم هم واستوي.

هند له افغانستان سره د ایران له لیارې د سوداګرۍ لاره پرانیستې ده چې د روان کال د اکټوبر په ۲۹ نېټه پرې له هند څخه د لومړي ځل لپاره د غنمو یوه لویه جوپه افغانستان ته ورسېدله.

نوی ډلي له تهران سره خبرې کوي چې ددې بندر د جوړېدو لومړني کارونه پیل کړي.

هند ژمنه کړې چې د چابهار بندر له جوړیدو سره به د ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرسته کوي تر څو د پاکستان له خاورې پرته له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پرې وکړي.
هند د سیمې د یو زبر ځواک په بڼه غواړي له افغانستان سره خپله سوداګري پراخه کړي.

په ایران کې د هند سفیر سهراب کوما په یوه بريښنالیک کې ویلي دي چې په چابهار بندر باندې له پلان سره سم کار پر مخ روان دی.

XS
SM
MD
LG