لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرو پټنځایونو په سر دې په پاکستان نور فشار واچول شي: عبدالله عبدالله


د افغانستان اجراېي رېیس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امریکا نوې سټراتیژي په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د وسلوالو ترهګرو سره د مبارزې لپاره یوه نوې موقع بللې.

نوموړي دغه څرګندونې په هند کې د هندوسان وزیراعظم نریندرا مودي سره د لیدو کاتو وروسته کړي.

ښاغلي عبدالله عبدالله پدې ټینګار کړی په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځایونو د منځه وړلو لپاره باید پر پاکستان اړین فشار واچول شي.

ښاغلي مودي هم د امریکا له نوې ستراتیژۍ او له "ترهګرۍ" سره د مبارزې لپاره د دغه هېواد د حکومت د "قاطعیت" او په پاکستان کې د "ترهګرو" د پټنځایوو د له منځه وړلو ملاتړ وکړ.

د هند وزیراعظم هیله وښوده چې د امریکا نوې ستراتیژي به "د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو" پلانونه شنډ کړي او په افغانستان کې به سولې او ټیکاو ته لار برابره کړي.

پاکستان تل د هند او افغانستان دا ادعاوې ردوي او وايي، په دغه هېواد کې د وسلوالو خوندي پټنځایونه نشته.

د پاکستان وزیراعظم تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې ویلي وو د امریکا د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې د هند سیاسي او پوځي رول وضعیت نور هم خرابوي او کومه ستونزه نه هواروي.

شاهد خاقان عباسي زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د هند اقتصادي رول په نوي ډېلي پورې تړلی دی. په ورته وخت کې په نوي ډېلي کې د افغانستان او هند ګډ څلور ورځنی سوداګریز نندارتون ښه په درځ کې پرمخ روان دی.

دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوی او موخه یې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د اړیکو وده او پیاوړتیا ده.

پدغه نندارتون کې د افغانستان د ۲۰۰ کمپنیو او د هند د څه باندې ۸۰۰ کمپنیو استازو ګډون کړی. هند او افغانستان په ګډه هڅه کوي چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې له یوه بله سره زیات کار وکړي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د افغانستان په اړه د نوې تګلارې د اعلانېدو پرمهال له هندوستان څخه غوښتي وه چې له افغانستان سره دې په اقتصادي ډګر کې لا زیاته مرسته وکړي او په دغه هېواد کې دا ځواکمن رول ولوبوي.

افغانستان په پام کې لري چې د راتلونکو پنځو کالو په موده کې له هندوستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې کچه لسو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG