لاس رسیدونکی لینک

جان کيري: ايران هم د دولت اسلاميه په ضد کردار لوبولی شي


د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل د دولت اسلاميه د عملياتو په سختو ټکو کې غندنه وکړه او د هغويي په ضد يې د عراق د حکومت لپاره د نړيوالې ورورولۍ څخه د مرستې غوښتنه هم وکړه .

د امريکي خارجه وزير جان کيري وئيلي ، چې د تندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد روانو نړيوالو هڅو کې ايران له هم خپل کردار ادا کول پکار دي .

د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل ته په وينا کې د امريکې خارجه وزير جان کيري ووئيل ، چې د دولت اسلاميه په ضد جوړېدونکې اتحاد کې د ايران په گډون هر يو هېواد څه نه څه رول لوبولی شي .

نوموړي د سني تندروه ډلې د جنگيالو لخوا د عراقي اولس او نورو ملکونو د وگړو د وژنو ، تښتولو او په هغويي د جنسي تشدد او نورو جرمونو کې د ککړتيا په سختو ټکو کې غندنه هم وکړه . جان کيري زياته کړه چې د دولت اسلاميه په ضد جوړېدونکې اتحاد يواځي پوځي نه دی بلکې دا نور اړخونه هم لري . او د نړۍ ټول ملکونه په دغې لړ کې کردار ادا کولی شي .

د ملگرو ملتونو سلامتي کونسل د دولت اسلاميه د عملياتو په سختو ټکو کې غندنه وکړه او د هغويي په ضد يې د عراق د حکومت لپاره د نړيوالې ورورولۍ څخه د مرستې غوښتنه هم وکړه .

د جمعې په ورځ د سلامتي کونسل د غونډې مشري چې د امريکي خارجه وزير کوله ، د سلامتي کونسل ټولو ۱۵ غړو په گډه د يو بيان منظوري ورکړې ، چې پکې د دولت اسلاميه د وحشي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو غندنه شوې ده .

بل لور ته د فرانس جنگي الوتکو هم په لمړي ځل د دولت اسلاميه د جنگيالو په ضد فضائي عمليات کړي دي ، د جمعې په ورځ د فرانس د صدر فرانسس اولاندی د دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن سحر زمونږ رافېل جيټ الوتکو په لمړي ځل د ترهگرو لاجسټک ډپو په هدف کړی دی .

بيان کې وئيل شوي د عراق په شمال کې د تندروؤ اهداف په مکمله توگه تباه کړی شوي دي . او زياته کړی شوې ده فرانس به په راتلونکو ورځو کې هم دغه رنگ نورې کاروايانې هم کوي .

د فرانس صدر د زيارت په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، چې پوځي فضائي عمليات به د عراق پورې محدود وي ، او هلته به زمکنی پوځ نه ليږي . له دي وړاندې د فرانس جنگي الوتکو د دولت اسلاميه د اهدافو څارنه کوله .

امريکې د وړاندې د دولت اسلاميه په ضد فضائي عمليات پېل کړي دي .

XS
SM
MD
LG