لاس رسیدونکی لینک

عمران خان : د نوازشريف د استعفې پورې مذاکرات نه کوؤ


عمران خان وايي ، حکومت دې واوري چې اسلام اباد کې د لارو څخه د کنټېنرو لرې کولو او وزيراعظم نوازشريف د مستعفي کېدو پورې به مذاکرات نه کوي .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ډلې لخوا په لسمه ورځ هم احتجاجي ناسته دوام لري ، او د تحريک انصاف مشر عمران خان وايي ، تر هغې حکومت سره مذاکرات نه کوي څو پورې چې د لارو نه کنټېنرې نه وي لرې کړی شوي او نوازشريف د وزيراعظمۍ د څوکۍ نه وي مستعفي شوی .

يو لور ته چې په اسلام اباد کې د پارليمنټ مخې ته د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ډلې د پلويانو او بل لور ته د طاهرالقادري د ډلې لخوا د حکومت په ضد احتجاجي ناستې روانې دي ، بل لور ته د نورو سياسي گوندونه لخوا ډاگيز وئيل شوي ، په ملک کې به د جمهوريت او پارليمنټ سرلوړي په ځايي ساتي .

د پښتون ملت پاله ډلې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ وئيلي ، جمهوريت پله د پورته کېدونکي هر قدم مخه به نيسي ، او په هر قيمت به د ائين ، قانون او جمهوريت دفاع کوي .

کوئټه کې خبري غونډې ته په وينا کې محمود خان اچکزۍ ووئيل ، اسلام اباد کې په شاهراه دستور باندې ډنډو په لاس ناست خلک د ۱۸ کروړه اولس سپکاوی کوي ، او ځيني خلک نظام رانغښتل غواړي .

نوموړي زياته کړه مونږ او پارليمنټ کې موجودو نورو ټولو ډلو پرېکړه کړې ، چې د جمهوريت ، ائين او پارليمنټ دفاع به کوي . او ويې وئيل د جمهوريت د استحکام دپاره به ټول هېواد کې ريليانې اوباسي .

راپورونه وايي د تحريک انصاف ډلې لخوا د اسمبليانو نه د استعفې ورکولو په خبره په پارټۍ کې دننه اختلاف راولاړ شوی ، او د تحريک انصاف نزدې ۱۱ خفه غړو د فاروډ بلاک جوړولو پرېکړه کړې ، او اېم اېن ای گلزار خان وئيلي چې د استعفاگانو ورکولو په خبره ورسره صلاح نه ده شوې .

عمران خان نن د اتوار په ورځ دهرنې ته په وينا کې ووئيل ، چې د حکومت لخوا نن هم د مذاکراتو دپاره ټيم راروان دی ، خو حکومت دې واوري چې اسلام اباد کې د لارو څخه د کنټېنرو لرې کولو او وزيراعظم نوازشريف د مستعفي کېدو پورې به مذاکرات نه کوي .

نوموړي يو ځل بيا هغه خبره تکرار کړې ، چې نوازشريف دې په ټاکنو کې د درغلې د پلټنو پورې څوکۍ پرېږدي ، او که تورونه رښتيا ثابت شو بيا دې انتخابات وکړی شي .

بل لور ته د خالي په ورځ د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زرداري هم د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي ، او وئيلي دي نوازشريف دې د احتجاجي مارچونو او دهرنو مسله په سياسي لاره هواره کړي .

راپورونه وايي د حکومت لخوا د تحريک انصاف او عوامي تحريک سره د مذاکراتو عمل روان دی ، خو تر اوسه پورې په دغو مذاکراتو کې کومه کاميابي نه ده ترلاسه شوې .

XS
SM
MD
LG