لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تحریک انصاف کې دننه د کرپشن تورونه


د خیپرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک
د خیپرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخوانۍ ښځينه غړې او د قامي اسمبلۍ ممبرې عایشه ګلالۍ تور لګولی دی چې په خیبر پښتنوخوا کې په لویه کچه درغلۍ کېږي خو عمران خان پرې خاموشه دی. د اګست پر اوومه په قامي اسمبلۍ کې د تقریر پر وخت عایشې ګلالۍ وویل چې د ګوند مشر عمران خان په کرپشن سترګې پټې کړي دي

د خیبر پښتونخوا د بنو ښار اوسیدونکې عایشه ګلالۍ د جولاۍ پر دیرشمه د یو خبري کانفرنس پر مهال ویلي ول چې د پارټۍ مشر عمران خان ورته په موبایل فون غیر اخلاقي پیغامونه ورلیږلي دي.

د تحریک انصاف ګوند په سمدستي توګه د عایشه ګلالۍ لخوا لګول شوي دغه تورونه رد کړل او په ځواب کې یې نوموړې په دې تورنه کړه چې د پارټۍ له مشرانو یې د پېښور په این اې ون سیټ د الیکشن کولو غوښتنه کړې وه او چې و نه منل شوه نو په عمران خان او د پښتونخوا پر وزیر اعلی پرویز خټک يي تورونه پورې کړل.

که څه هم تحریک انصاف په خیبر پښتنوخوا کې د بد عنوانۍ په اړه د عایشه ګلالۍ تورونه په کلکه رد کړي دي خو ورته تورونه د دې وړاندې هم لګول شوي دي چې تازه مثال یې د همدغه ګوند د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې او په صوبه کې د معدنیاتو پخوانی وزیر ضیاالله افریدي دی.

په ۲۰۱۵م کې افریدي تور لګولې و چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د تنګي د ماینونو ټېکې خپلو خپلوانو ته ورکړي دي او د پارټۍ مشر عمران خان که څه هم په دغه کار خبر دی خو ځان یې پرې غلې کړی دی.

د تورونو لږه موده پس ضیاالله افریدی د ۲۰۱۵م کال د جولاۍ پر نهمه صوبايي احتساب کمېشن ګرفتار کړ چې شا اوخوا ۱۵ میاشتې پس په اکتوبر ۲۰۱۶م کې د عدالت لخوا په ضمانت راخوشې شو.

ضیاالله افریدی چې اوس هم د صوبايي اسمبلۍ غړی دی، وايي په صوبه کې اوس په لویه کچه کرپشن روان دی.

له مشال ریډيو سره په خبرو کې ضیاالله افریدي وویل چې د خپلې ګرفتارۍ وړاندې یې له عمران خان سره په صوبه کې د بدعنوانیو په اړه څلور ناستې کړې وې خو هیڅ نتیجه یې نه وه راوتي.

"د تنګي ماینونو ټېکه پرویز خټک په هغه وخت کې خپلو خپلوانو ته ورکړې وې چې دی په تېر صوبايي حکومت کې وزیر و. کله چې ما د وزیر په توګه د ماینونو په اړه نوي پالیسي جوړول پیل کړه نو ده یې مخه ونیوله او زه یې د احتساب کمیشن له لارې ګرفتار کړم"

د ضیا الله اپرېدي څخه وړاندې د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ یو بل غړي جاوید نسیم هم ورته تورونه لګولي وو چې بیا د پارټۍ کارکنانو د ده د کور مخې ته مظاهرې وکړې.

مشال ریډیو ته جاوید نسیم وویل چې دای اوس هم په خپله خبره ولاړی دی، خو ویریږي چې ګوند به د ده پر ضد کاروايي وکړي.

"زه ځکه خاموشه یم چې مخکې یې هم زما خلاف کاروايي کړې وه او پر کور یې راته حمله هم کړې وه. نو اوس چې دوی څه هم کوي زه ورته وایم چې ښه کوۍ."

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د ۲۷م جولاۍ د یو رپورټ تر مخه په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف په حکومت کې سخت اختلافات رامنځ ته شوي دي او د صوبې دوو وزیرانو عاطف خان او شهرام ترکۍ د اعلی وزیر پرویز خټک خلاف عمران خان ته شکایتونه کړي دي.

که څه هم دغه اختلافات تر دې وخته دوام لري خو د تحریک انصاف لخوا لا هم څه واضحه ردعمل مخې ته نه دې راغلې.

له ضیا الله اپرېدي مو چې پوښتنه وکړه چې ولې عمران خان د وزیراعلی پرویز خټک په اړه د پارټۍ د نورو مشرانو شکایتونو ته ځواب نه وايي نو نوموړي وویل چې "دا د تشویش خبره ده او موږ نه پوهیږو چې دا داسې ولې کیږي."

تېره میاشت د تحریک انصاف یوې بلې ښځينه غړې ناز بلوچ د پارټۍ له پالیسیو سره د اختلافاتو په سر استعفی ورکړه او له دې وړاندې د ګوند مرکزي نایب صدر جاوید هاشمي هم له دغه ګوند نه خپله لاره بیله کړه.

د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د کرکټ لوبې او د کینسر هسپتال جوړولو په وجه شهرت لري، د کرپشن پر ضد او د نوي پاکستان جوړولو په نعره خوا او شا ۲۰ کاله وړاندې د سیاست میدان ته راوتلی و. خو اکثره هغه مشران چې په دې ورستیو کې له عمران خانه لاره بیله کړې، تور لګوي چې د پارټۍ پالیسۍ یې هغه شان نه دي پاتې لکه څرنګه چې دوی غوښتې.

که څه هم مشال ریډيو هڅه وکړه چې د کرپشن د تورونو په اړه د وزیراعلی پرویز خټک یا د هغه یو نږدې ملګري سره رابطه وکړي خو کامیابه نه شوه. د تحریک انصاف مرکزي ویاند فواد چوهدري مشال ریډیو سره په خبرو کې په وزیراعلی پرویز خټک لږیدلي تورونه بې بنیاده و ګرځول او زیاته یې کړه "څوک چې شکایت لري نو باید د پارټۍ مشرولۍ ته ثبوتونه ورکړي."

له فواد چوهدري مو چې و پوښتل چې زیاتره الزامونه ستاسو د خپل ګوند مشرانو لګولي لکه ضیا الله افریدی، جاوید نسیم او اوس عایشه ګلالۍ نو نوموړي وویل چې عایشه ګلالۍ د مسلم لیګ نون په وینا داسې کړي دي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند د مۍ ۲۰۱۳م په پالیماني انتخاباتو کې په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې چوکۍ تر کټلو وروسته د جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند په مرسته حکومت جوړ کړ چې په دې وروستیو کې قامي وطن ګوند یې له حکومته بیل شو. خو د جماعت اسلامي او تحریک انصاف حکومتي اتحاد تر اوسه پر ځای دې.

عمران خان د الیکشن پر مهال نعره وهلی وه چې په حکومت کې د راتلو پس په ۹۰ ورځو کې به کرپشن ختموي.

یادگیرنه: د مشال رپډیو لپاره دا د خبریال داود خټک خصوصي رپورټ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG