لاس رسیدونکی لینک

یوکرېني صدر وېلي که ډزبندي ماته شوه نو به ځواب ورکوي


د کېؤ چارواکو بیا زیاته کړی د یوکرین پوځ لرې کول د باغیانو لخوا په ډزو انحصار لري

د یوکرین صدر پېټرو پورو شېنکو وېلي که چرې د روس پلوه باغیانو لخوا د ډزبندۍ د لوظنامې سرغړونه روانه وه نو پوځ ېې تیار دې چې درنه وسله بېرته جنګي محاذونوته اورسوي.

د جمعې په ورځ ښاغلي پورو شېنکو وېلي د یوکرین پوځ دی ته تیار دې چې د دښمن پرضد بیا اودرېږي. د هغه په وینا که چرې ډزبندي پر ځاې هم وي خو د یوکرین ختېزو برخو نه اوس هم خطر موجود دی.

د یوکرین د پوځ ویاند بیا وېلي په نژدیو ورځو کې د دوي درې پوځیان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي. خو ددغې وروستو بیا په تیرو دوؤ ورځو کې د پوځیانو د وژنې څه بده پېښه نه ده رامخې ته شوې.

اخوا د روس خارجه وزیر سرګې لاؤروف بیا وېلي شرقي یوکرین نه د درنې وسلې په لری کولو کې پرمختګ شویدی. خو زیاته کړی ېې ده جنګ ځپلې سېمو ته د بشري امداد رسولو او د ختېز یوکرین ډونباس سېمه کې د آېني اصلاحاتو په شمول د ډزبندۍ ټول اړخونه عملي کول پکار دي.

تیره ورځ د یوکرین پوځ د ختیز یوکرین ډېبالټسیو هغه جنګ ځپلو کلو نه جنګي وسله لری کول شورو کړي پداسې حال چې پدغه کلو کې داروپاېي ټولنې څارونکي د ډزبندۍ لوظنامې عملي کېدوه څارنه کوي. د زیارت په ورځ د یوکرین پوځي چارواکو د راېټرزخبري ادارې خبریالانو ته هغه ټرکونه ښودلي چې د جنګي برخو نه ېې درنه وسله لری کوله. د کېؤ چارواکو بیا زیاته کړی د یوکرین پوځ لرې کول د باغیانولخوا په ډزو انحصار لري.

د روس انټر فېکس خبري اېجنسۍ بیا د باغیانو د یو ویاند د خلې وېلي دوي پلان لري د مارچ د څلورمې نېټې پورې به د جنګي محاذونو نه درنه وسله لری کول شورو کوي که څه هم هغه دا نه ده زیاته کړی چې دغه وسله به کوم خوا وړي.

د جمعې په ورځ په سپېن کې چارواکو وېلي پولېسو اته شکمن کسان په ختېز یوکرین کې د روس پلوه یاغیانو لپاره د جنګیدو په تور کې نېولي. په یو بیان کې وېل شوي دغه کسان په بېلا بېلو جرمونو تورن شویدي.

XS
SM
MD
LG