لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شخړو هوارۍ نړیوالې ادارې په افغانستان کې د جګړې په زیاتوالي اندښنه څرګند کړې


په نړۍ کې د شخړو د هوارۍ نړیوالې ادارې یا انټرنیشنل کرایسس ګروپ (اېي ـ سي ـ جي) په خپل یو تازه رپورټ کې اندیښنه څرګند کړی، که چرې په افغانستان کې د وسله والو مخه وه نه نیول شي نو دغه هیواد کې جګړه نوره هم خوریدی شي.

اداره وايي د افغانستان په ۳۷۵ ولسوالیو کې یواځې په ۵۸ فیصده د افغان حکومت کنټرول دی. او افغان حکومت د کال ۲۰۱۵م په مقابله کې ۱۵ فیصده نورې ولسوالۍ د لاسه ورکړي. هم دغه شان تیر کال د جنورۍ دمیاشتې نه تر نومبر پورې په افغانستان کې ۶۸۰۰ افغان امنیتي عسکر وژل شوي.

ايې سي جي اندیښنه څرګند کړې که چرې په افغانستان کې جګړه نوره غزیږي نو نور هیوادونه به په افغانستان کې لاس وهنه شورو کړي او دا ستونزه به زیاته پیچلې کړي. د مثال په توګه د پاکستان او ایران لاس وهنه، او په ورستیو کې د روس او افغان طالبانو تر منځ اړیکې او مرستې هم یادې کړي.

په دغه رپورټ کې په امریکا غږ شوی په افغانستان کې د کړکیچ مهم لوبغاړی پاکستان دی، چې نه یواځې د نړیولو اصولو سرغړونه کوي، د امریکا لخوا ورته پوځي مرستې هم ترلاسه کیږي.

په رپورټ کې د امریکا نه غوښتنه شوی پاکستان ته ورکړی کیدونکې پوځي مرستې دې مشروط کړی شي او اسلام اباد باندې دې فشار واچول شي چې د افغان وسله والو ډلو سره دې خپلې مرستې وتړي او د افغان طالبانو د ملاتړ نه دې لاس واخلي.

د انټرنیشنل کرایسس ګروپ په دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي چې پاکستان دې په دې خبره قانع کړی شي چې د اسلام اباد ګټې د طالبانو سره په مرستو کې نه بلکه هلته په سیاسي ثبات کې خوندي کیداې شي.

په پاکستان کې د سیاسي حکومتونو، د پارلیماني غړو، د مدني ټولنې فعالینو او د سیاسي مشرانو افغانستان ته تګ راتګ هم د دغې تګلارې برخه ښکاري. خو نړیواله ورورولي، ځایي څیړونکي، نړیوال مطبوعات او سازمانونه په دې نظر دي د دغه هیواد پوځ د افغانستان په اړه تګلاره په خپلو لاسو کې ساتلې.

افغانستان هم وخت په وخت دا تور لګوي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداری په افغانستان کې دولت مخالفه وسله والو ډلو سره اړیکې لري، د هغوي ټینګ ملاتړ کوي او پناه ځایونه يې هم ورکړي دي. که څه هم د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي.

د پاکستان ګاونډي هیوادونه او نړیواله ورورولي وايي تر څو چې د پاکستان پوځ په دغه خبره نه وي قانع شوي نو ګرانه ده چې دغه تګلاره بدله شي. د اېي سي جي په دغه تازه رپورټ کې مخامخ ویل شوي امریکا دې د پاکستان پوځ سره خپلې مرستې په افغانستان کې د سولې او ثبات سره وتړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG